استنبول 27 نومبر (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي چې په تجارتي سهولتونو كښې اضافه٬ ښه سيمه ايزې رابطې٬ په قوانينو كښې همكارۍ سره اقتصادي پرمختګ ترلاسه كولو ممكن دي، اي سي او په منطقه كښې اقتصادي د انضمام ودې لپاره ډېر اهم پليټ فارم دے۔ د زيارت په ورځ د مواصلات وزارت لخوا د جاري بيان له مخې عبدالعليم خان د اي سي او …
په تجارتي سهولتونو كښې اضافه٬ ښه سيمه ايزې رابطې٬ په قوانينو كښې همكارۍ سره اقتصادي پرمختګ ترلاسه كول ممكن دي۔ عبد العليم خان د اي سي او وزارتي غونډې ته وېنا

مزید خبریں
استنبول 27 نومبر (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي چې په تجارتي سهولتونو كښې اضافه٬ ښه سيمه ايزې رابطې٬ په قوانينو كښې همكارۍ سره اقتصادي پرمختګ ترلاسه كولو ممكن دي، اي سي او په منطقه كښې اقتصادي د انضمام ودې لپاره ډېر اهم پليټ فارم دے۔ د زيارت په ورځ د مواصلات وزارت لخوا د جاري بيان له مخې عبدالعليم خان د اي سي او 5مې وزارتي غونډه كښې ګډون كړې ٬ ده په غونده كښې د پاکستان نمائندګي كړې٬ غونډه د 14 كالو دمې نه وروسته په استنبول كښې تابيا كړې شوې چې پكښې وفاقي وزير سيمه ايزې تجارتي مرستې لپاره د پاكستان د عزم پخَې كړې۔ په دې موقع عبدالعليم خان ووئيل اي سي او په منطقه كښې د اقتصادي انضمام ودې لپاره ډېر اهم پلېټ فارم دے٬ تجارتي سهولتونو كښې اضافه، بهتر سيمه ايز روابط، په قوانينو كښې همكارۍ سره اقتصادي پرمختګ ترلاسه كول ممكن دي، “ECOTA” مذاکراتي ستراتېژك او د استنبول په اعلاميه اتفاق تجارتي فريم ورك لپاره اهم سنګ ميل دے











