د ضمني ټاكنو بائيكاټ كونكي په ټاكنو د تنقيد حق نه لري٬هغوي خپلې سياسي غلطۍ پټولو لپاره تورونه لګوي٬عدالتونه هغوي څخه ثبوتونه غواړي او دوي تاريخونه غواړي۔عطاﺀ الله تارړ

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي چې د ضمني ټاكنو بائيكاټ كونكي په ټاكنو د تنقيد حق نه لري٬د پي ټي آئي په قول او فعل كښې تضاد دے٬ هغوي خپلې سياسي غلطۍ پټولو لپاره تورونه لګوي٬عدالتونه هغوي څخه ثبوتونه غواړي او دوي تاريخونه غواړي٬بابر نواز خان په كاميابۍ مباركي وركوو۔د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د …

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي چې د ضمني ټاكنو بائيكاټ كونكي په ټاكنو د تنقيد حق نه لري٬د پي ټي آئي په قول او فعل كښې تضاد دے٬ هغوي خپلې سياسي غلطۍ پټولو لپاره تورونه لګوي٬عدالتونه هغوي څخه ثبوتونه غواړي او دوي تاريخونه غواړي٬بابر نواز خان په كاميابۍ مباركي وركوو۔د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې سره د اطلاعاتو وزير ووئيل د پخواني سپيكر اسد قيصر په دور كښې د ايوان زيات كسان په زندانونو كښې و خو مونږ بيا هم د مذاكراتو خبره كوله كله چې د كشمير په اړه غونډه راوبللې شوه نو د هغوي ليډر نه و راغلې٬زمونږ اپوزېشن ليډر هغه وخت په غونډه كښې موجود و٬د ټول فسطائيت باوجود ميا شهباز شريف وئېلي و چې په ميثاق جمهوريت خبره كولو له چمتو يم٬خو هغوي هغه وخت مونږ ته سپكې تورې وئېلې او مونږ د هېواد خبره كوله٬اوس هم د قامي اسمبلۍ سپيكر هغوي ته بيا بيا د مذاكرات لپاره وائي٬كمېټي هم جوړه شوې٬ارواښاد عرفان صديقي د هغه كمېټۍ غړے و خو پي ټي آئي د خبرو اترو عمل ته زيان رسولې۔تېر وخت كښې په ټاكنو كښې هغوي پخبله بائيكاټ كړې څوك چې ټاكنو كښې برخه نه اخلي نو هغوي په ټاكنو د خبرې كولو حق نه لري۔وفاقي وزير ووئيل بابر نواز خان ته په كاميابۍ مباركي وركوو هغه په ښه ډول په ټاكنو كښې برخه اخستلې٬د خېبرپښتونخوا حكومت٬پوليس او انتظاميه د هغوي وه خو بيا هم بابر نواز خان كاميابي ترلاسه كړې او نن يې سوګند پورته كړې۔د اطلاعاتو وزير ووئيل نواز شريف سره چې كوم ظلمونه شوي په هغې عدالتي رېليف د عدالتونو څخه ترلاسه شوې٬كله چې نواز شريف بهر تللو نو د پي ټي آئي خپلې كابينې پريكړه كړې وه او نن په هغې تنقيد كوي٬بايد هغوي په خپل طرز عمل نظرثاني وكړي۔ده ووئيل د ټګۍ شور كونكې دې اووئي چې د هغوي ليګل دستاويزات چرته دي٬د ټربيونل لپاره هغوي څه كيس تيار كړې٬په ما هم تور لګولې شوې و٬زما په كيس كښې هم زما په ضد د پي ټي آئي كانديد څو وارې د كوټ څخه تښتېدلې۔هغوي په ميډيا د فارم 47 خبرې كوي او عدالتونو څخه تښتي۔ده ووئيل چې په ښكاره رامخې ته كيږي هم نه او په شاه كيږي هم نه۔ده ووئيل چې په سياست كښې بائيكاټ نه وي٬د خپلې سياسي غلطۍ پټولو لپاره په ايوان٬سپيكر او ميا نواز شريف تور لګول د شرم وړ عمل دے۔وفاقي وزير ووئيل د هغوي په هر قول او فعل كښې تضاد دے٬د هغوي سوشل ميډيا اكاؤنټس فيلډ مارشل او پاك پوځ ټارګټ كوي او هغوي ته په هند او افغانستان كښې كښې لائكس ترلاسه كيږي٬هغوي چې د سوشل ميډيا د لارې كوم كمپين پېل كړی هغه د غندنې وړ دے٬ټول پاكستانيان هغه رد كوي۔

مزید خبریں