اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چرو وفاقي وزير محسن نقوي د بحرين خپل هم څنګ جنرل شيخ راشد بن عبدالله آل خليفه سره ملاقات كړے چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو٬٬سيمه ايزې سلامتيا پشمول د شريكې خوښې به چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې دواړو داخله وزيرانو د نشه اي توكو مخ نيوي په څانګه كښې نزدې مرستې٬ د …
د كورنيو چرو وفاقي وزير محسن نقوي د بحرين خپل هم څنګ جنرل شيخ راشد بن عبدالله آل خليفه سره ملاقات ٬ د سيمه ايزې سلامتيا پشمول د شريكې خوښې چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چرو وفاقي وزير محسن نقوي د بحرين خپل هم څنګ جنرل شيخ راشد بن عبدالله آل خليفه سره ملاقات كړے چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو٬٬سيمه ايزې سلامتيا پشمول د شريكې خوښې به چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې دواړو داخله وزيرانو د نشه اي توكو مخ نيوي په څانګه كښې نزدې مرستې٬ د قانون نافذ كوونكو ادارو د كار استعداد زياتولو او د معلومات تبادله لا قوي كولو ته اتفاق وكړو ۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بحرين هم څنګ په تود هركلي كولو مننه وكړه او د پاكستان سره يې د سكيورټي او استحكام په څانګو كښې مرستې زياتولو له عزم وستائېلو۔محسن نقوي ووئيل د پاكستان او بحرين ترمينځه د ورورولۍ اړيكې به شريك باور او د احترام په قوي بنيادونو قائمې دي٬ دوي ووئېل د دواړو هېوادونو ادارو ترمينځه نزدې رابطه په منطقه كښې امن او سلامتيا لپاره ضرورې ده ۔په ملاقات ګښې د دواړو هېوادونو اولس شريكې ګټې او محفوظ سباؤن لپاره د همكارۍ لا مستحكمولو د عزم پخلے وشو۔











