په هانګ كانګ كښې د استوګنې په ودانۍ كښې د اور لګېدو له امله د مرګونو شمېره د 44 نه زياته شوه٬ 100 كسان ژوبل او 279 بې دركه

بيجنګ۔ 27 نومبر (اے پي پي) د چين په هانګ كانګ ښار كښې د استوګنې په ودانۍ كښې د اور لكېدو له امله د مرګونو شمېره د 44 نه زياته شوه او 10 كسان ژوبل دي ٬ دغسې د 45 نه د زياتو كسانو حالت اندیښمند دے او 279 كسان بې دركه دي۔ مقامي پوليس د مرمت كار ذمه وار ټهېكدار ادارې دوه سينئر عهدېدار او يو انجينئر نيولي دي۔ …

بيجنګ۔ 27 نومبر (اے پي پي) د چين په هانګ كانګ ښار كښې د استوګنې په ودانۍ كښې د اور لكېدو له امله د مرګونو شمېره د 44 نه زياته شوه او 10 كسان ژوبل دي ٬ دغسې د 45 نه د زياتو كسانو حالت اندیښمند دے او 279 كسان بې دركه دي۔ مقامي پوليس د مرمت كار ذمه وار ټهېكدار ادارې دوه سينئر عهدېدار او يو انجينئر نيولي دي۔ پوليس تر مخه د ودانۍ د مرمت په مهال كارېدونكو موادو د فائر سيفټي معيار نه لرلو د كومو نه چې اور ولګېدلو او په بيړه خپور شو۔ دا اور د نيو ټيريټريز په سيمه تائي پو كښې په وانګ فك كورټ كمپلېكس كښې لګدېلے كومه چې د لوړو ودانيو يوه لړۍ ده ۔ په دې كمپلېكس كښې نزدې 20000 اپارټمنټس او 4000 ته نزدې استوګنې موجود دي۔