د سعودي خارجه وزير سره د تركمانستان خپل هم منصب ټبلې فوني تماس٬ د شرېكې خوښې په چارو خبرې

رياض۔ 27 نومبر(اے پي پي) د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان سره د شورو په ورځ د تركمانستان خپل هم منصب رشيد ميريدوف ټېلې فوني تماس نيولے دے ۔ د ايس پي اے تر مخه د تماس په مهال د سعودي او تر كمانستان تر مينځه په اړيكو او د دغې د لا قوي كولو د لارو چارو جاج واغستلے شو ۔ دواړو خارجه وزيرانو د شرېكې خوښې …

رياض۔ 27 نومبر(اے پي پي) د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان سره د شورو په ورځ د تركمانستان خپل هم منصب رشيد ميريدوف ټېلې فوني تماس نيولے دے ۔ د ايس پي اے تر مخه د تماس په مهال د سعودي او تر كمانستان تر مينځه په اړيكو او د دغې د لا قوي كولو د لارو چارو جاج واغستلے شو ۔ دواړو خارجه وزيرانو د شرېكې خوښې په چارو خبرې وكړې ۔ ياد دې وي د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان د نهې په ورځ رياض كښې د بحرېن او اټلي خپلو هم منصبو هر كلے وكړو۔ ملاقاتونو كښې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ په اوسني سيمه ايز او نړيوال صورتحال او د شرېكې خوښې په چارو خبرې وشوې