د وزيراعظم د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې غونډه، پاكستان او ازبكستان ترمينځه اقتصادي مرستي ته د ودي وركولو په اقدامات غور

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ يوه مهمه غونډه وشوه چې پكښې د ازبكستان سفير عليشير تختيو، پاكستاني كمرشل اتاشي ظهير عباس، د راولپنډۍ چيمبر آف كامرس صدرعثمان شوكت او د هغه پلاوي ګډون وكړو۔په غونډه كښې د پينډۍ چيمبر آف كامرس 150 كسيزه تجارتي پلاوي د ازبكستان اوسنۍ دورې په …

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ يوه مهمه غونډه وشوه چې پكښې د ازبكستان سفير عليشير تختيو، پاكستاني كمرشل اتاشي ظهير عباس، د راولپنډۍ چيمبر آف كامرس صدرعثمان شوكت او د هغه پلاوي ګډون وكړو۔په غونډه كښې د پينډۍ چيمبر آف كامرس 150 كسيزه تجارتي پلاوي د ازبكستان اوسنۍ دورې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو چې پكښې د صحت، فارما، سېلګرۍ او تعميرات سره تړون لرونكي پوهان شامل وو۔پلاوي ازبكستان كښې د خپلو تجربو ، بېلو څانګو كښې ممكنه مرستي او سرمايه كارۍ موقعو په اړه كوټلے رپورټ وړاندې كړو۔د پينډۍ چيمبر صدر ووئيل پلاوي د ازبك فارما پارك، ايكسيلنس سينټر، آئي سي ټي سينټر، ټيكنيكل يونيورسټي او د بزنس سينټر دوره وكړه چرته چې مونږ ته د ازبكستان صنعتي پرمختګ او سرمايه كار دوست پاليسيو په اړه بريفنګ راكړے شو۔د پيندۍ چيمبر د پاكستان او ازبكستان ترمينځه ترجيحي تجارتي لوظ نامو كښې پراختيا او سېلكرۍ، دفاع، ټيكنالوجي پشمول بېلو څانګو كښې د مرستي زياتولو سفارش وكړو۔ چيمبر د هارون اختر خان خوښي،مرسته او د ازبكستان دوره وستائېله

مزید خبریں