سوئټزر لېنډ د غزه لپاره د مرستې اعلان وكړو

سوټزر لېنډ۔ 27 نومبر (اے پي پي) سوئټزر لېنډ د غزه لپاره مرسته زياته كړه۔ د العربيه تر مخه د سوئس حكومت د غزه په حقله خپل اعلان كښې وئېلې دي هغوي د غزه بې كوره جنګ ځپليو فلسطنيانو لپاره مرسته 5۔28 مېلين ډالر ته رسوو ۔ دغسې چې د امن لپاره د امرېكا منصوبه مخ په وړاندې بوتللې شي۔ د دې اعلان نه پس د سوئس حكومت د اړخه …

سوټزر لېنډ۔ 27 نومبر (اے پي پي) سوئټزر لېنډ د غزه لپاره مرسته زياته كړه۔ د العربيه تر مخه د سوئس حكومت د غزه په حقله خپل اعلان كښې وئېلې دي هغوي د غزه بې كوره جنګ ځپليو فلسطنيانو لپاره مرسته 5۔28 مېلين ډالر ته رسوو ۔ دغسې چې د امن لپاره د امرېكا منصوبه مخ په وړاندې بوتللې شي۔ د دې اعلان نه پس د سوئس حكومت د اړخه د غزه لپاره د اكتوبر 2023 نه تر دې دمه ټوله مرسته 150 مېلين سوئس فرانك ته ورسېده۔ د دې اعلان نه پس د سوئس فېډرل كونسل5 ۔17 مېلين په بشري بنيادونو مرسته د كوچنيانو ضرورت لپاره به هم جاري كوي۔ ياد دې وي د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د امن منصوبې تر مخه د 10 اكتوبر نه غزه كښې جنګ بندي روانه ده خو اوس هم په انساني بنيادونو د زياتې مرستې ضرورت دے۔