پېنډۍ 26 نومبر (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ موده ترسره كونكي چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد مرزا په دې خبره زور راوړے چې موجوده جيو ستراتېژك ماحول كښې مضبوطه قامي دفاع، د قامي سلامتيا بنيادي ستن ده۔ ۔ د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې په جوائنټ سټاف هيډکوارټرز كښې په يوه خاص دستوره كښې د جوائنټ چيفس آف …
موجوده جيو ستراتېژك ماحول كښې مضبوطه قامي دفاع، د قامي سلامتيا بنيادي ستن ده۔ جنرل ساحر شمشاد مرزا

مزید خبریں
پېنډۍ 26 نومبر (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ موده ترسره كونكي چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد مرزا په دې خبره زور راوړے چې موجوده جيو ستراتېژك ماحول كښې مضبوطه قامي دفاع، د قامي سلامتيا بنيادي ستن ده۔ ۔ د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې په جوائنټ سټاف هيډکوارټرز كښې په يوه خاص دستوره كښې د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ موده ترسره كونكي چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد مرزا ته د دوي د 40 كلنه شاندار عسکري خدمات په اعتراف كښې پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ په دستوره كښې د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ پخواني چيئرمېن د دريو واړو وسله والو ځواكونو سينئر عسکري افسرانو ګډون وكړو۔ خپلې وېنا كښې موده ترسره كونكي چيئرمېن د لوي څښتن شكر ادا كړو چې لوي څښتن ما ته خپله وظيفه په بشپړه محنت، وظيفائي پوهه او د بې لوثه جذبې سره د ادا كولو توفيق راكړو۔ ده د خوږ وطن دفاع كښې د وسله والو ځواكونو لازواله قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كړې او د پاك پوځ شهيدانو او د دوي كورنيو ته يې هم پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده په دې خبره زور رواړو چې موجوده جيو ستراتېژك ماحول كښې مضبوطه قامي دفاع، د قامي سلامتيا بنيادي ستن ده۔ ده باور وركړو چې د قام دفاع ناقابل تسخير ده او زمونږ مېړني افسران او ځوانان د دې لا قوي كولو له تل چمتو ولاړ دي۔ د دې نه وړاندې كله چې جنرال ساحر شمشاد مرزا جوائنټ سټاف هيډکوارټرز ته اورسېد نو د پاك پوځ يوې چټك ډلې ورته “ګارډ آف آنر” وړاندې كړو۔











