اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئېلي دي اقتصادي نمو تندول د روزګار موقعو راپېدا كولو لپاره ضرورې ده۔ده د پاكستان بزنس كونسل ډائيلاګ آن اكانومي سيشن كښې ګډون كولو او د هېواد په اقتصادي صورتحال يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ده زور راوړو چې د بهرني سرمايه كارۍ لټون څخه وړاندې پاكستان له په خپل هېواد كښې سرماي كارۍ قوي كولو ته پام …
د معيشت استحكام لپاره د برآمدات رفتار د درآمدات څخه زيات پكار دے۔هارون اختر

مزید خبریں
اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئېلي دي اقتصادي نمو تندول د روزګار موقعو راپېدا كولو لپاره ضرورې ده۔ده د پاكستان بزنس كونسل ډائيلاګ آن اكانومي سيشن كښې ګډون كولو او د هېواد په اقتصادي صورتحال يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ده زور راوړو چې د بهرني سرمايه كارۍ لټون څخه وړاندې پاكستان له په خپل هېواد كښې سرماي كارۍ قوي كولو ته پام لرنه پكار ده۔د تند رفتار معاشي پرمختګ ضرورت رامخې ته كولو سره ده ووئيل اقتصادي نمو تندول د روزګار موقعې راپیدا كولو لپاره ضرورې ده۔هارون اختر خان ووئيل د صنعتي پرمختګ نه بغېر كوم هم هېواد خوشحال كېدے نه شي او صنعت د معيشت پرمختګ د ملا تير دے۔ده د فيډرل بورډ آف ريونيو(ايف بي آر)د اصلاحات ښه كاركردګي وستائېله۔ده ووئيل پاكستان خپلو صلاحيتونو او قامي قوت څخه پرمختګ كولې شي۔هارون اختر ووئيل راتلونكې صنعتي پالېسۍ له مخې د ټيكس پیيكج آئي ايم ايف وړاندې كولې شي۔ده په اختتام كښې ووئيل راتلونكې اصلاحي اقدامات اوږد مهاله او تل پاتې معاشي پرمختګ ترلاسه كولو لپاره دي۔











