ابوظهبي۔ 26 نومبر (اے پي پي) د متحده عرب امارات د صدر د سفارتي چارو صلاحكار انور ګرګاش په سوډان كښې امن راوستو لپاره د امرېكائي هلو ځلو هر كلے كړے دے۔ د العربيه تر مخه هغه ووئېل متحده عرب امارت سوډان كښې د جنګ خاتمې لپاره د امرېكائي هلو ځلو هر كلے كوي۔ هغه د سوډان د پوځ او د نيم پوځي ډلو رېپډ سپورټ فورسز د ړخه د …
سوډان كښې جنګ بندۍ لپاره د امرېكې هلې ځلې٬ د عرب امارت د صدارتي صلاحكار هر كلے

مزید خبریں
ابوظهبي۔ 26 نومبر (اے پي پي) د متحده عرب امارات د صدر د سفارتي چارو صلاحكار انور ګرګاش په سوډان كښې امن راوستو لپاره د امرېكائي هلو ځلو هر كلے كړے دے۔ د العربيه تر مخه هغه ووئېل متحده عرب امارت سوډان كښې د جنګ خاتمې لپاره د امرېكائي هلو ځلو هر كلے كوي۔ هغه د سوډان د پوځ او د نيم پوځي ډلو رېپډ سپورټ فورسز د ړخه د كوونكو جنګي ظلمونو هم غندنه وكړه۔ ياد دې وي چې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي وو چې هغه د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د اړخه سوډان كښې د جنګ بندۍ كولو په غږ اوس سوډان كښې به هم جنګ بندي كوي۔ متحده عرب امارت د دې اعلان ستائنه كرې او په دې لړ كښې د امرېكې او عرب امارت خارجه وزيرانو په ټېلې فون خبرې هم كړي دي۔











