منامه 26 نومبر (اے پي پي) پاکستان او بحرین سیاسی، اقتصادی، دفاعي او كلتوري څانګو پشمول دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو ته اتفاق كولو سره د د پخوانۍ دفاعي شراکت دارۍ اهميت پخلے كړے دے٬ وزیراعظم محمد شهباز شریف د بحرین سره د تجارت او سرمایه كاري لا قوي كولو لپاره د پاکستان د خواهش څرګندوني سره ووئيل پاکستان-جی سي سي سره د آزادې تجارتي لوظ نامې كومه چې …
د وزیراعظم محمد شهباز شریف د بحرین باچا حمد بن عیسیٰ الخلیفه سره ملاقات ، سیاسی، اقتصادی، دفاعي او كلتوري څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو ته اتفاق

مزید خبریں
منامه 26 نومبر (اے پي پي) پاکستان او بحرین سیاسی، اقتصادی، دفاعي او كلتوري څانګو پشمول دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو ته اتفاق كولو سره د د پخوانۍ دفاعي شراکت دارۍ اهميت پخلے كړے دے٬ وزیراعظم محمد شهباز شریف د بحرین سره د تجارت او سرمایه كاري لا قوي كولو لپاره د پاکستان د خواهش څرګندوني سره ووئيل پاکستان-جی سي سي سره د آزادې تجارتي لوظ نامې كومه چې خپل حتمی پراؤ كښې ده دوه اړخيزه تجارت ته لا ودې وركولو له چمتو دے۔وزیراعظم محمد شهباز شریف د شورو په ورځ د بحرین باچا حمد بن عیسیٰ الخلیفه سره ملاقات کړے چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمينځه په قوي او تاریخی شراکت دارۍ خبرې شوي۔ دوزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم په تود هركلي كولو د حمد بن عیسیٰ الخلیفه مننې كولو سره د پاکستان سره د بحرین پخوانۍ خير سګالي وستائېله۔ده د امن، روادارۍ او شريكې بقاﺀ وده كښې د بحرین قیادت ستائنه وكړه۔د ملاقات په مهال د بحرین باچا وزیراعظم محمد شهباز شریف ته آرډر آف بحرین (فرسټ کلاس) وړاندې كړو كوم چې د بحرین د اړخه نړيوالو مشرانو ته وړندې كونكے لويې اعزاز دے۔ ملاقات كښې د بحرین باچا ووئيل بحرین ته دا اعزاز ترلاسه دے چې قائداعظم محمد علی جناح د بحرین قانونی نمائندګي كړي۔د بحرین باچا ووئيل زمونږ په ريكارډ كښې موجود دستاویزات له مخې محمد علی جناح د بحرین وکیل پاتې شوے۔ دواړه اړخه دوه اړخيزه اړيكو كښې د ډاډ وړ رفتار جاج واخستلے شو او سیاسی، اقتصادي، دفاعي او كلتوري څانګو كښې مرستي زياتولو ته اتفاق وكړے شو۔ وزیراعظم په شريك احترام اډانه دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له د پاکستان د عزم پخلې كولو سره ستمبر 2025 كښې اسلام آباد كښې د کنګ حماد یونیورسټی فار نرسنګ اینډ الائیډ میډیکل سائنسز جوړولو پشمول بېلو څانګو كښې په مرسته د بحرین قیادت مننه وكړه۔په اقتصادی اړيكو د خيالاتو څرګندوني سره وزیراعظم تجارت او سرمایه كاري لا زياتولو له د پاکستان خواهش څرګند كړو ۔ده ووئيل پاکستان- د جی سي سي آزادې تجارتی لوظ نامې كومه چې پخپل حتمی پراؤ كښې ده سره د دوه اړخيزه تجارت لا ودي وركولو ته چمتو دے۔ده د بحرین سرمایه كارو له د خاص سرمایه كارۍ سهولت کونسل (ایس آئی ایف سی ) د لارې په پاكستان كښې بېلو څانګو كښې او په خاص توګه غذائی تحفظ، آئی ټی، تعمیرات، کان کنی، سلګرۍ او د صحت په څانګو كښې د سرمايه كارۍ د نورو موقعو لټولو بلنه وركړه۔ وزیر اعظم بحرین كښې د 150,000 څخه زياتو پاکستانیانو له د وركړے شوو سهولیاتو او ميلمستيا ستائنه هم وكړه او د پاكستانو بنديوانو هېواد ته په راستنولو څيې د حمد بن عیسیٰ الخلیفه مننه وكړه۔ دواړو لارښودو د پخواني دفاعی شراکت دارۍ اهمیت پخلې كولو سره تکنیکی تربیې، لاجسټکس، افرادی قوت او دفاعی پیداوار كښې مرسته زياتولو ته اتفاق وكړو ۔ دواړو لارښودو د غزہ په اوسني پیشرفت د خيالاتو څرګندونې سره اتفاق وكړو چې د غزہ اولس كوم چې د څو لسيزو راهسې د ستونزو سره مخ دے،هغوې لپاره امن و استحکام خوشبينه دے،د كوم چې د غزہ اولس د ډير وخت راهسې منتظر ؤ۔ د ملاقات په آخر ډلو دا باور څرګند كړو چې دا دوره به د پاکستان او بحرین ترمينځه كوټلي ملګرتيا او مرسته لا مستحکمه کړي۔د ملاقات په آخر د بحرین باچا د وزیراعظم محمد شهباز شریف او پاکستانی پلاوي په درناوي كښې ميلمستيا وركړه۔











