د يوكرېن شخړې هواري له په خبرو اترو كښې پېشرفت شوے دے٬ امريكا

واشنګټن ۔ 26 نومبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلې دي د يوكرېن شخړې هواري لپاره په خبرو اترو كښې پېشرفت شوے دے ۔د تاس تر مخه خبريالانو سره خبرو كښې هغه ووئېل امرېكې د روسيه سره خبرې پېل كړې دي او خبرې په مثبت ډول مخ په وړاندې روانې دي ۔ هغه د متوقع نتيجو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ووئېل د صورتحال تعين …

واشنګټن ۔ 26 نومبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلې دي د يوكرېن شخړې هواري لپاره په خبرو اترو كښې پېشرفت شوے دے ۔د تاس تر مخه خبريالانو سره خبرو كښې هغه ووئېل امرېكې د روسيه سره خبرې پېل كړې دي او خبرې په مثبت ډول مخ په وړاندې روانې دي ۔ هغه د متوقع نتيجو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ووئېل د صورتحال تعين لا دا مهال ممكن نه دے ٬ خو پېشرفت كوو۔ هغه د خپلې 28 نكاتي تګلارې حواله وركولو سره ووئېل فرېقېن په دې خبره پوهېدل شروع شوي چې دا د دواړو هېوادونو لپاره سود مندې ګرځېدې شي۔ د يوكرېن په غبرګون خبره كولو كښې د امرېكې صدر ووئېل كېف د دې مشاورتونو څخه مطمئن دے او پخپله هم غواړي چې شخړه ختمه شي۔