اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي)پاكستان كښې د چين سفير جيانګ زائي ډونګ وئېلي دي چين به د سي پېك فيز ټو له مخې د پاكستان صنعتي پرمختګ٬زرعي جديد كارۍ او لويې كنيكټيويټي اپ ګريډز لپاره بشپړه مرسته روانه ساتي۔د شورو په ورځ اسلام آباد كښې په "ري ډيفائننګ ريجنل كنيكټيويټي:پاك –چين ملګرتيا په نوې جيو اكنامك منظر نامه "عنوان تابيا كړي پالېسۍ ډائيلاګ ته ويډيو خطاب كښې سفير …
چين سي به د پېك فيز ټو له مخې د پاكستان صنعتي پرمختګ٬زرعي جديد كارۍ او د كنيكټيويټي اپ ګريډز لپاره مرسته روانه ساتي۔د چين سفير جيانګ زائي ډونګ پالېسۍ ډائيلاګ ته ويډيو خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي)پاكستان كښې د چين سفير جيانګ زائي ډونګ وئېلي دي چين به د سي پېك فيز ټو له مخې د پاكستان صنعتي پرمختګ٬زرعي جديد كارۍ او لويې كنيكټيويټي اپ ګريډز لپاره بشپړه مرسته روانه ساتي۔د شورو په ورځ اسلام آباد كښې په “ري ډيفائننګ ريجنل كنيكټيويټي:پاك –چين ملګرتيا په نوې جيو اكنامك منظر نامه “عنوان تابيا كړي پالېسۍ ډائيلاګ ته ويډيو خطاب كښې سفير جيانګ د چين پاكستان سره پیداواري څانګو كښې مرستې ته لا پراختيا وركولو په پروژو رڼا واچوله ۔ د پالېسي ډائيلاك كوربتوب د بي اين يو سينټر فار پالېسي ريسرچ د انډر سټينډنګ چائنا فورم په مرسته شوے ؤ ۔د چين سفير د دوو لويو سرمايه كارۍ پروژو لپاره د چين د مرستې اعلان وكړو٬په دې پروژو كښې د هائير 400 ملين ډالر هوم اپلائنس صنعتي پارك كوم چې په كلنه توګه د 1 كروړ يونټس جژرولو صلاحيت لري او په كلنه توګه د 400 ملين ډالر د متوقع برآمدات وړ د چېلنج ګروپ 150 ملين ډالر ټيكسټائل انډسټريل پارك شامل دي۔سفير ووئيل دا دواړه پروژې به د پاكستان برآمدي استعداد لا قوي كړي٬د روزګار موقعې به راپېدا كړي او اعلٰی قدر ځايې مينوفيكچرنګ ته به وده وركړي۔هغه ووئيل چين پاكستان فرينډ شپ روغتون او ګوادر كښې 2 زره ټنه هره ورځ صلاحيت لرونكې ډیسلنیشن پلانټ پشان پروژې به په زرګونو وګړو ته صحت او د پاكو اوبو آسانۍ وركړي۔هغه د لاهور اورنج لائن ميټرو ټرين ستائنې كولو سره ووئېل د دې نظام په بيجنګ كښې د ټرانزټ سسټمز معيار برابر دے۔سفير ووئيل سباؤن كښې مرسته د صنعت٬كركيلې٬معدنيات او ګرين ډويلپمنټ پشان څانګو كښې به لا ښه شي كومه به چې د پاكستان معاشي جديد كارۍ كښې نيغ په نيغه كردار تر سره كړي۔پاليسي ډائيلاګ كښې”كنيكټيويټي٬مرسته او امن”او”سيمه ايز جيو اكنامكس سباؤن”په موضوعات د پوهانو سيشن هم شامل ؤ چې پكښې سينئر پالېسي سازو ٬خبريالانو ٬معاشي پوهانو او محققين ګډون وكړو۔











