مېرمنې دې وقار لرونكے لباس اغوندې٬ سعودي عرب كښې د سركاري او شخصي ملازمانو لپاره ډرېس كوډ جاري شو

رياض۔ 26 نومبر (اے پي پي) د سعودي د افرادي قوت او د سماجي ښیګړې وزارت سركاري او شخصي ادارو كښې ملازمانو لپاره د ډرېس كوډ په پابندۍ زور راوړلو سره نوي ضوابط معرفي كړې دي۔ د اخبار 24 تر مخه د مناسب لباس د پابندۍ اطلاق د ګته نه كوونكو څانكو په ملازمين به هم وي۔ وزارت په دې اړه د اولس رائے معلومولو لپاره په پورټل د وړاندېزونو …

رياض۔ 26 نومبر (اے پي پي) د سعودي د افرادي قوت او د سماجي ښیګړې وزارت سركاري او شخصي ادارو كښې ملازمانو لپاره د ډرېس كوډ په پابندۍ زور راوړلو سره نوي ضوابط معرفي كړې دي۔ د اخبار 24 تر مخه د مناسب لباس د پابندۍ اطلاق د ګته نه كوونكو څانكو په ملازمين به هم وي۔ وزارت په دې اړه د اولس رائے معلومولو لپاره په پورټل د وړاندېزونو جاري كولو اراده لري۔ د لباس په اړه د سرو لپاره هم د قامي لباس وړاندېز شته او مېرمنو ته سپارښتنه شوې چې هغوي وقار لرونكے لباس اغوندي كوم چې نرے او چست نه وي۔ ضوابط كښې زور راوړلے شوے چې كارمندان او اهلكار دې د اسلامي تعليمات او د مملكت د تهذيب او كلتور تر مخه د وظيفې په مهال د ښو اخلاقو څرګندونه كوي او د نورو د حقونو دې خيال ساتي۔