ملګري ملتونه۔ 26 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو راروان سېكرټري جنرل د ټاكلو عمل په رسممي توګه پېل شوے٬ چې كله غړو هېوادونو ته د وړومبۍ جنورۍ 2027 څخه د منصب سنبهالوونكو كانديدانو د نومولے كېدو بلنه وركړې شوه۔ د سلامتي كونسل اوسنے صدر او د سېر اليون سفير مائيكل عمران كانو او د جنرل اسبملۍ صدر اينا بېربوك د اړخه جاري شريكې چيټۍ د لارې د نلامزدګيو …
د ملګرو ملتونو نوي سېكرټري جنرل لپاره د ټاكنې رسمي عمل پېل شو

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 26 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو راروان سېكرټري جنرل د ټاكلو عمل په رسممي توګه پېل شوے٬ چې كله غړو هېوادونو ته د وړومبۍ جنورۍ 2027 څخه د منصب سنبهالوونكو كانديدانو د نومولے كېدو بلنه وركړې شوه۔ د سلامتي كونسل اوسنے صدر او د سېر اليون سفير مائيكل عمران كانو او د جنرل اسبملۍ صدر اينا بېربوك د اړخه جاري شريكې چيټۍ د لارې د نلامزدګيو درخواست وكړے شو ٬ د كوم سره چې د انتونيو ګوترېش د ممكنه ځائے ناستي د ټاكنې زغل پېل شو۔ د جنرل اسمبلۍ صدر بېربوك د خبريالانو سره خبرو كښې ووئېل زموڼږ ټاكنه به د دې خبرې مضبوط پېغام وركړي چې د ملګرو ملتونو په حېث مونږ څوك يوو او آيا د نړۍ د ټولو خلقو په ړښتيا خدمت كوو۔ دا انتخابي عمل به تر څو مياشتو وران وي او سلامتي كونسل كښې د څو ځل رائے وركولو نه بس به 15 كسيز كونسل د كوم يو كس د نامې منظوري وركوي٬ كومه به چې د حتمي توثيق لپاره د جنرل اسمبلۍ په وړاندې ایښودلې شي ۔ په چيټۍ كښې وئېلې شوي دي د سېكرټري جنرل عهده ډېره د اهميت وړ ده او دې لپاره ډېر زيرك ٬ په ديانتدارۍ او د ملګرو ملتونو د چارټر د مقاصدو او اصولو سره ټړول ضروري دے ۔ غړو هېوادونو دا ځل د كومې مېرمنې د ټاكنې هم غوښتنه كړې ده او د ملګرو ملتونو قيادت پخپله چيټۍ كښې په دې خبره د افسوس څړګندونه كړې چې تر نن ورځې كومه مېرمن د سېكرټري جنرل په چوكۍ فائز نه شوه او غړو هېوادونو ته يې د مېرمنو كانديدانو په نامو په سنجيدګۍ سره د غور كولو اپپل كړے دے۔











