اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) پاکستان د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و کشمير كښې د هند غېر قانوني اقدامات په اړه د ملګرو ملتونو د خاص پوهانو په تازه راپور سختې اندیښنې څرګندولو سره وئيلي دي پاکستان به د غېر ملكي قبضې په ضد د كشميريانو په سپېځلو هلو ځلو كښې د دوي اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ د شورو په ورځ د …
پاکستان د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و کشمير كښې د غېر قانوني اقدامات په اړه د ملګرو ملتونو د خاص پوهانو په تازه راپور سخته اندیښنه څرګنده كړه

مزید خبریں
اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) پاکستان د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و کشمير كښې د هند غېر قانوني اقدامات په اړه د ملګرو ملتونو د خاص پوهانو په تازه راپور سختې اندیښنې څرګندولو سره وئيلي دي پاکستان به د غېر ملكي قبضې په ضد د كشميريانو په سپېځلو هلو ځلو كښې د دوي اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند په 24م نومبر كال 2025 جاري دا راپور يو ځل بيا د هند قبضې له مخې د کشميريانو د بشري حقونو د سنګينو او منظمو خلاف ورزو نشاندهي ګرځولې۔ بيان له مخې د پاکستان پوهان دا مشاهدات د خطر ټلۍ په توګه نوټ كوي چې د هند اقدامات په نتيجه كښې خبريالان٬ زده كوٶنكي او د بشري حقونو علمبردارو پشمول نزدې 2,800 كسان په لويه كچه پخپل حراست كښې اخستلے شوي٬ د سختې قانون سازۍ پشمول د پبلك سيفټي ايکټ او د غېر قانوني هلو ځلو (مخنيوي) ايکټ مسلسل اطلاق تر نامعلومې مودې او د جواز نه لرونكو حراستونو سهولت وركړے۔ وياند خپل بيان كښې ووئيل تشدد، په حراست كښې مرګونه، غېر قانوني حراست، قانوني عمل او كورنۍ سره د رابطو نه سرغړونه، تعزيري انهدام او د جبري بې دخلۍ، د بيا بيا مواصلاتي بليك آؤټ او آته زره سوشل ميډيا اکاؤنټس بلاك كولو پشمول د پريس آزادي د پښو لاندې كولو پېښې ٬ د دې نه علاوه د کشميريانو او په ګرد هېواد كښې د مسلمان کميونټي په ضد كركجنې وېناګانې، ژوندي سوځول اور د ځورونې پېښو كښې زياتوالے راغلے كوم چې په يو ډول د غندنې او افسوس وړ دي۔ په بيان كښې ووئيل شول دا نتيجې په كشميري مسلمانانو په رياستي سرپرستۍ كښې د كېدونكې ظلم و ستم سره سره ګرد هند كښې اقليتونو سره د امتيازي سلوك په حواله د پاکستان د پخوانو اندېښنو تصديق كوي۔ وياند ووئيل پاكستان هند څخه مطالبه كوي چې ھغوي خپل د زبردستۍ اقدامات بند كړي او په مقبوضه کشمير كښې د څپلې خوښې د لارې نظر بند ټول كسان په غېر مشروط توګه خوشي كړي۔ وياند په هند زور راوړو چې ھند په ټولو مذهبي اقليتونو په خاص توګه په مسلمانانو او عيسائيانو د ظلم او ستم خاتمې لپاره كوټلې اقدامات وكړي، پاکستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو او د کشميريانو د هيلو له مخې د جمو و كشمير شخړې سوله ايز ٬ سپېځلې او تل پاتې حل لپاره د خپل عزم پخلے كوي۔ په بيان كښې په هند زور راوړلے شو چې ھغوي خپلو جابرانه پالسيو بندولو٬ آبادياتي او قانوني بدلونونه بېرته واخلي٬ بنيادي آزادۍ بحال كړي او بامعني خبرو اترو لپاره د زړه د كومي مشغول شي۔ وياند ووئيل د غېر ملكي قبضې په ضد د كشميريانو په سپېځلو هلو ځلو كښې د دوي اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ به روان ساتلے شي











