اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين وئيلي دي پاکستان كښې د زيتون ناولولو مزل په نړيواله كچه په تندۍ سره منلے كيږي او دا څانګه د هېواد كوټلي زراعت لپاره نوي لاري سموي۔د زيتون نړيوالي ورځ په موقع په خپل خاص پيغام كښې وفاقي وزير ووئيل پاکستان د زيتون ناولو د لارې نه يواځې كوټلې زرعي پرمختګ پلو …
پاکستان كښې د زيتون نالولو مزل په نړيواله كچه په تندۍ سره منلے كيږي۔ د وفاقي وزير رانا تنوير حسين د زيتون نړيوالي ورځ په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين وئيلي دي پاکستان كښې د زيتون ناولولو مزل په نړيواله كچه په تندۍ سره منلے كيږي او دا څانګه د هېواد كوټلي زراعت لپاره نوي لاري سموي۔د زيتون نړيوالي ورځ په موقع په خپل خاص پيغام كښې وفاقي وزير ووئيل پاکستان د زيتون ناولو د لارې نه يواځې كوټلې زرعي پرمختګ پلو روان دے بلكه دې سره د زمكي بحالي، د اوبو محفوظ استعمال او د ښه ماحولياتي توازن مقاصد هم ترلاسه كيږي۔ده ووئيل د هېواد پراخه جغرافيه د خونه کروندې لپاره مناسب ده او دې سره به د زيتون صنعت لپاره نوې لاري پرانستلې شي او ګڼو كسانو ته به د روزګار موقعې ترلاسه شي۔رانا تنوير حسين په دې خبره زور راوړو چې د خونه کرونده د پاکستان كلي وال معيشت كښې په زړه پورې كردار ترسره كولې شي او د هېواد په كچه جوړ د زيتون تيل د نړيوال معيار سره سمے خوري ۔ ده ووئيل پاکستان خپل ځنګلي زيتون د جديد تحقيق، جديد ټيکنالوجۍ او نړيوال معيار پراسيسنګ د لارې په يو قوي صنعت بدل كړې دي۔وفاقي وزير ووئيل د زيتون صنعت كښې پرمختګ د نړيوالې شراکت دارۍ او تکنيکي مرستي نتيجه ده۔ پاکستان د نړيوالو شراکت دارو سره په ګډه د زيتون پيداوار، معيار او ويليو ايډيشن لا ښه كولو لپاره لوظي دے۔











