اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين(پي ايم وائي پي)رانا مشهود احمد خان وئېلي دي د ميرمنو خپلواكۍ لپاره ملازمتونو كښې 33 فيصد كوټه او د پي ايم يوتھ پروګرام له مخې په آسانو شرائط قرض وركولو پشمول نور اقدامات كوو٬د وزيراعظم وژن ميرټ او سپيځلتيا ده چې له مخې ځوانانو ته سائنس او ټېكنالوجۍ او آئي ټي پشمول نورو څانګو كښې مخ په وړاندې د …
د ميرمنو خپلواكۍ لپاره ملازمتونو كښې 33 فيصد كوټه٬ د پي ايم يوتھ پروګرام له مخې په آسانو شرائط پور وركولو پشمول نور اقدامات كوو۔د پي ايم وائي پي چيئرمېن رانا مشهود احمد خان

مزید خبریں
اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين(پي ايم وائي پي)رانا مشهود احمد خان وئېلي دي د ميرمنو خپلواكۍ لپاره ملازمتونو كښې 33 فيصد كوټه او د پي ايم يوتھ پروګرام له مخې په آسانو شرائط قرض وركولو پشمول نور اقدامات كوو٬د وزيراعظم وژن ميرټ او سپيځلتيا ده چې له مخې ځوانانو ته سائنس او ټېكنالوجۍ او آئي ټي پشمول نورو څانګو كښې مخ په وړاندې د تللو موقع وركولې شي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ انټر پرينيور شپ كنفرنس ته خطاب كښې وكړه ۔ده ووئيل په تير وخت كښې ځوانان نظرانداز كړے شوي وو ٬ميرټ څخه به ټيلنټ رامخې ته كيږي٬مونږ پنجاب كښې ځوانانو ته په آسانيو وركولو وياړ لرو۔ده ووئيل پنجاب كښې د غريبانانو ماشومانو اعلٰی تعليم ترلاسه كړے او تعليمي څانګه كښې يې ځانګړی مقام ترلاسه كړے۔ده ووئيل د پي ايم يوتھ پروګرام له مخې ځوانانو ته د ميرټ او سپيځلتيا د لارې يو برابر موقعې وركولې شي ٬سائنس او ټيكنالوجي٬كلتور٬آئي ټي او د لوبو پشمول ټولو څانګو كښې صلاحيت لرونكي ځوانان په مخ په وړاندې روان دي ۔ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف وژن ميرټ او يوازې ميرټ دے۔رانا مشهود احمد خان ووئېل پنجاب كښې ميرمنو ته وراثتي برخه باوري كړې شوې ٬ميرمنو لپاره ملازمتونو كښې 33 فيصد كوټه بېله كړې شوې او ميرمنو له د وزيراعظم يوتھ پروګرام قرضه سكيم كښې هم كوټه 25 فيصد ته رسولې شوې ده٬ دغسې ميرمنو ته به د سود نه غېر او به آسانو شرائطو قرض وركولې شي











