پي ټي وي د روايتونو امين اداره ده ، عمر لپاره يې خپل روايات او اقدار ژوندي ساتلي٬ په اصلاحاتي عمل كښې د نجي څانګې او د پاکستان د جنريشن زي ګډون ضروري دے۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرعطاء الله تارړ د پاکستان ټيلي ويژن په 61مې سالګره پي ټي وي له مباركي وركولو سره وئيلي دي پي ټي وي د روايتونو امين اداره ده ، عمر له يې خپل روايات او اقدار ژوندي ساتلي، د معرکه حق په مهال پي ټي وي نيوز په زړه پورې بيانيې ته وده وركړې، پي ټي وي په ماضي …

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرعطاء الله تارړ د پاکستان ټيلي ويژن په 61مې سالګره پي ټي وي له مباركي وركولو سره وئيلي دي پي ټي وي د روايتونو امين اداره ده ، عمر له يې خپل روايات او اقدار ژوندي ساتلي، د معرکه حق په مهال پي ټي وي نيوز په زړه پورې بيانيې ته وده وركړې، پي ټي وي په ماضي هم شاندار وه او په سباٶن كښې به هم وي۔ د شورو په ورځ د پاکستان ټيلي ويژن د 61مې سالګرې په موقع د پي ټي وي نيوز په مارننګ شو كښې د خاص خپرونې په مهال وفاقي وزير د پي ټي وي د غوره ماضي په بحالۍ او د ادارې سباٶن لپاره په قامي يووالي٬ ډيجيټل جدت او د تل پاتې اصلاحات په ضرورت زور راوړو۔ ده ووئيل په اصلاحاتي عمل كښې د نجي څانګې او د پاکستان د جنريشن زي ګډون ضروري دے او تعميري تنقيد خوشبينه ګڼلو سره پي ټي وي لا مضبوطېدې شي۔ ده ووئيل د پاکستان مثال د يو كور دے كوم چې په عزت او وقار سره محفوظ ساتل زمونږ د ټولو ذمه واري ده٬ تنقيد د زړه د اخلاصه قبول او شريك اتحاد برقرار ساتل د قامي پرمختګ او اقدارو تحفظ لپاره بنيادي اهميت لري ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په معرکه حق كښې د پاکستان جنريشن زي بشپړ او ښه كردار لوبولے، دښمن حېران ٶ چې د جنګ په ماحول كښې د پاكستان اولس مطمئن څنګه دے۔ ده د ځوان كول د حب الوطنۍ د جذبې ستائنې كولو سره ووئيل هم دا نسل به د هېواد د سباون اړخ ټاكلو كښې مركزي كردار لوبوي۔ ده ووئيل اوس د جنريشن زي وخت دے چې راوړندې شي او د هېواد خدمت وكړي او د پاکستان غوزره ورثه د جديد تقاضو سره په سمولو د پرمختګ نوې لارې متعين كړي۔ وفاقي وزير ووئيل د پي ټي وي تاريخي ورثه د سباون ضرورتونو له مخئ په جديد ډول اړول ضروري ده دغسې چې د خپرونو قامي اداره په تندۍ سره د ميډيا په بدلېدونكې ماحول كښې په موثره ډول مخ په وړاندې لاړه شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د نجي څانګې په اشتراك سره په اداره كښې د اصلاحات عمل تند او زيات موثره كېدے شي چې ورسره به نه يوازې د پي ټي وي كتونكو سره ښه رابطه جوړه كړې شي بلكې د خپرونو تل پاتې او دور انديش نشرياتي سباون به هم باوري كړې شي۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ د پي ټي وي كتونكو او د اطلاعات وزارت ډلې ته ډيجيټلائزيشن او اداره په جديد خطوط سمولو كښې په خدمات پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده په خاص توګه د پاکستان د جنريشن زي ستائنې كولو سره ووئيل دا كول به د هېواد روښانه ماضي بهتر سباٶن سره په تړلو كښې كليدي كردار ولوبوي۔ د اطلاعات وفاقي وزير د اطلاعات وزارت روانو پروژو ذكر كولو سره ووئيل په انګريزۍ ژبه كښې د نشرياتي چينلو ودې او په تعارف كار روان دے دغسې د الجزيره په شان د نړيوال ميډيا پليټ فارمز تجربو څخه لارښونه ترلاسه كولو سره د پاکستان موقف په نړيواله كچه په ښه ډول وړاندې كولو له ګامونه پورته كوو۔ د سباؤن تر مخه مونږ په سم پلو مخ په وړاندې روان يوو۔ده ووئيل پي ټي وي د نوو تقاضو له مخې روانولو سره انګلش چينل ”پاکستان ټي وي“ لانچ کړے شوے ،داسې پي ټي وي جوړول غواړو چې هر پاكستانې وئيلي شي چې دا زما ټي وي دے۔ده ووئيل په براډ کاسټ ميډيا كښې د نيوز، انټرټينمنټ او سپورټس په څانګو كښې پي ټي وي د باني حېثيت لري۔ وفاقي وزير ووئيل د پي ټي وي ډرامې نن هم په ذهنونو كښې هغسې تازه دي۔ ده ووئيل د پاکستان آئيډل د لارې ځوانانو له د ټيلنټ موقع وركړې كيږي۔ وفاقي وزير ووئيل چې پاکستان وي نو مونږ به يو،د هېواد د وقار او قامي ګټې څخه زيات څه نشته۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ د خبرو په آخر كښې ووئيل د اصلاحات تسلسل د پاکستان د اوږد مهاله پرمختګ لپاره ضروري دے۔ ده ووئيل بايد ټول سټيك هولډرز په ديانت دارۍ او جذبه سره په ګډه كار وكړي دغسې چې ډيجيټلائزيشن، د ميډيا جدت کاري او د قامي پرمختګ منصوبې د نوو نسلونو ګټې لپاره باوري كړې شي۔دې نه پس وفاقي وزير عطاء الله تارړ د پي ټي وي د 61مي سالګرې کيك پرې كړو۔په دې موقع د اطلاعات سيکرټري اشفاق احمد خليل او د پي ټي وي اعليٰ چارواكي هم موجود وو۔

مزید خبریں