پاكستان په ملګرو ملتونو كښې د ليبيا د عدالتي خپلواكۍ د احترام غوښتنه وكړه

ملګري ملتونه 26 نومبر (اے پي پي) پاكستان په ليبيا كښې د نړيوالو جرائمو پلټنو په مهال د ليبيا د عدالتي خپلواكۍ په بشپړ احترام زور راوړلو سره وئيلي د نړيوال پوځداري عدالت (آئي سي سي ) ته د خپلو مقدمو غېر جانب دارۍ او معروضيت باوري كول پكار دي٬ سلامتي كونسل كښې د "آئي سي سي ليبيا" په موضوع بحث كښې د پاكستان استازي آصف خان ووئيل اګرچه پاكستان …

ملګري ملتونه 26 نومبر (اے پي پي) پاكستان په ليبيا كښې د نړيوالو جرائمو پلټنو په مهال د ليبيا د عدالتي خپلواكۍ په بشپړ احترام زور راوړلو سره وئيلي د نړيوال پوځداري عدالت (آئي سي سي ) ته د خپلو مقدمو غېر جانب دارۍ او معروضيت باوري كول پكار دي٬ سلامتي كونسل كښې د “آئي سي سي ليبيا” په موضوع بحث كښې د پاكستان استازي آصف خان ووئيل اګرچه پاكستان د كال 1998 د روم اسټيچو برخه نه دے خو ھغه د نړيوالو جرائمو سپېځلې او د امتياز نه غېر د احتساب پلوي دے ۔ ده ووئيل انتخاب او دوه مخيز معيارونه د انصاف په نړيوال نظام باور كمزورې كوي او د آئي سي سي عزت په ھغه وخت كښې زياتېدې شي چې د دې اقدامات په بشپړه توګه په غېر جانبدارۍ اډانه وي۔ استازي د آئي سي سي او د ليبيا د چارواكو ترمېنځه د مرستې په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل عدالت له د ليبيا د عدالتي خپلواكۍ د جائز تحفظات لحاظ ساتلو سره كار كول پكار دے۔