ملتان 26 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي پاكستان ټيلي ويژن نه يوازې د اطلاعات او تفريح قامي اداره ده بلكې دا د هېواد د بېلو منطقو د كلتور، ژبې، موسيقۍ او د ادب حقيقي ترجماني هم كوي۔ ده دا خبره د پاكستان ټيلي ويژن د 61مې سالګرې په موقع په ملتان پي ټي وي كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ …
پي ټي وي د منطقې د كلتور٬ ژبې٬ موسيقۍ او د ادب امين اداره ده۔ سيد يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
ملتان 26 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي پاكستان ټيلي ويژن نه يوازې د اطلاعات او تفريح قامي اداره ده بلكې دا د هېواد د بېلو منطقو د كلتور، ژبې، موسيقۍ او د ادب حقيقي ترجماني هم كوي۔ ده دا خبره د پاكستان ټيلي ويژن د 61مې سالګرې په موقع په ملتان پي ټي وي كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دې موقع ده اعلان وكړو چې د ملتان سنټر به د جديد تقاضو سره سمولې شي او د سوئيلي پنجاب كلتور به په نړيواله كچه په موثر ډول رامخې ته كولې شي۔ سيد يوسف رضا ګيلاني پي ټي وي سره د خپلو تړلو يادونو تذكره كښې ووئيل د پي ټي وي د زرين دور ډرامې نه يوازې په پاكستان كښې مقبولې وې بلكې د هند پشمول په نورو هېوادونو كښې به هم په شوق سره كتلې كېدې۔ د دې نه علاوه د سېنېټ چيئرمين د آذربائيجان خپلې دورې حواله وركولو او د ځائي صدر سره د ملاقات ذكر كولو كښې ووئيل په آذربائيجان كښې 700 كلنه “ملتان كاروان سرائے” د تاريخي ورثې علامت ده۔ د آذربائيجان صدر وئيلي دي دا نوم دې لپاره برقرار ساتلے شوے چې زما تعلق هم د ملتان سره دے ۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل ملتان يو تاريخي ښار دے او 5 زره زوړ تاريخ لري ۔ په دې موقع سيد يوسف رضا ګېلاني تجويز وركړو چې د ملتان په څېر د تاريخَي اهميت وړ نړيوال ښارونه دې”سسټر سيټيز” ګرځولو سره كلتوري سفارت كارۍ ته وده وركړې شي ۔ ۔ په دستوره كښې پروګرام ډائريكټر سېف الدين، جنرل منيجر پي ټي وي ملتان شفقت عباس ملك، نوموړې سندرغاړې ثريا ملتاني، ملك حيدرعثمان ايډووكيټ، شاكرحسېن شاكر٬ د ښار مشرانو، شاعرانو،اديبانو او خبريالانو پشمول ګڼ شمېر خلقو ګډون وكړو۔











