اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين پاك بحريه ته د هېواد اينټي شاپ بيلسټك ميزائل په كاميابه تجربه مباركي وركړې ده ۔د شورو په ورځ د وزيراعظم يوتھ پروګرام لخوا جاري شي بيان له مخې د وزيراعظم يوتھ پروكرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان پاك بحريه ته د هېواد اينټي شپ بيلسټك ميزائل تاريخي او په غوره كاميابه تجربه مباركي وركولو سره وئېلي دي …
د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين پاك بحريه ته د هېواد اينټي شاپ بيلسټك ميزائل په كاميابه تجربه مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين پاك بحريه ته د هېواد اينټي شاپ بيلسټك ميزائل په كاميابه تجربه مباركي وركړې ده ۔د شورو په ورځ د وزيراعظم يوتھ پروګرام لخوا جاري شي بيان له مخې د وزيراعظم يوتھ پروكرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان پاك بحريه ته د هېواد اينټي شپ بيلسټك ميزائل تاريخي او په غوره كاميابه تجربه مباركي وركولو سره وئېلي دي دا كاميابي د پاكستان دفاعي صلاحيتونو كښې يو لويه اضافه ده٬پاك بحريه په دې كاميابۍ د ټول قام سر په وياړ سره هسك كړو ٬دا لمحه د هر پاكستاني لپاره د وياړ وړ ده۔رانا مشهود احمد خان ووئيل د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف٬سائنسمدارو ٬انجينئرز او ټولې ډلې ته پيرزوئنې وړاندې كوو٬د دوي په هڅو پاكستان د يوې جديد دفاعي ټېكنالوجۍ نوې دور ته داخل شوے٬دا ټول شخصيات د ټول قام لپاره رول ماډلز دي۔ده ووئيل دا كاميابي نه يوازې د پاك بحريه د پيشه وره مهارت ثبوت دے بلكې د پاكستان سائنسي او تكنيكي پرمختګ روښانه څرګندونه هم ده٬ټول قام د دې اتلانو مننه كوي او په دوي وياړ لري۔











