د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د رويت هلال كمېټۍ مركزي چيئرمېن مولانا عبدالخير آزاد ملاقات٬ په سيمه ايزو حالاتو٬مذهبي همغږۍ او هېواد ته په رامخې ته شوو چېلنجونو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د رويت هلال مركزي كمېټۍ چيئرمېن او د لاهور بادشاهي مسجد خطيب مولانا عبدالخير آزاد ملاقات كړے دے ۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې په ملاقات كښې په سيمه ايزو حالاتو ٬مذهبي همغږۍ او پاكستان ته د رامخې ته شوو چېلنجونو اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔مولانا عبدالخير آزاد د افغانستان په اوسنۍ رويه د تشويش څرګندونې …

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د رويت هلال مركزي كمېټۍ چيئرمېن او د لاهور بادشاهي مسجد خطيب مولانا عبدالخير آزاد ملاقات كړے دے ۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې په ملاقات كښې په سيمه ايزو حالاتو ٬مذهبي همغږۍ او پاكستان ته د رامخې ته شوو چېلنجونو اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔مولانا عبدالخير آزاد د افغانستان په اوسنۍ رويه د تشويش څرګندونې سره ووئېل پاكستان تل په هغوي احسانات كړي خو افسوس نن د هغوي د شر ښكار كېږي ٬ده ووئيل د دريو نه تر څلورو ساعتو اوسني جنګ د هند غرور خاورې كړو ٬ د دغې نه پس هغوي يو ځل بيا په افغانستان كښې خپلې پخوانۍ رابطې او سازشي جال بحالولو سره فعاله شوي كوم چې نه يوازې پاكستان بلكې پخپله افغانستان لپاره هم د زيان سبب دي۔ګورنر ووئيل پاكستان كښې په هره ترهه ګرۍ كښې افغانستان ككړ دے٬ د كومې چې مرسته هند او اسرائيل كوي خو پاك پوځ او اولس د هغوي سازشونه ناكامه كوي۔ده په هېواد كښې د فرقه وارانه همغږۍ او مذهبي روادارۍ قوي كولو په ضرورت زور راوړولو سره ووئېل مذهبي قيادت د قامي اتحاد لپاره مثبت كردار ادا كوي۔ ده ووئېل د اختلافات زياتولو په ځاے اتحاد او د برداشت بيانيې ته دې وده٬ځوانانو او اولس كښې د اشتعال په ځاے ذمه وارۍ او د زغم پیغام دې عام كړے شي۔

مزید خبریں