وزیراعظم شهباز شریف سره د پلاوي بحرین ته ورسيد،د منامه په هوائي ميدان د بحرین ولی عهد، د پوځ نائب سپریم کمانډر او وزیراعظم، نائب وزیراعظم ، خارجه وزير او نور قیادت د هغه هركلے وكړو

منامه 26 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف په دوه ورځنۍ سركاري دوره د بحرین پايه تخت منامه ته رسيدلے دے ۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه د شورو په ورځ جاري شوې بيان له مخې د منامه په هوائي ميدان د بحرین ولی عهد، د پوځ نائب سپریم کمانډر او وزیراعظم، نائب وزیراعظم ، خارجه وزير او نور قیادت د وزیراعظم محمد شهباز شریف او …

منامه 26 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف په دوه ورځنۍ سركاري دوره د بحرین پايه تخت منامه ته رسيدلے دے ۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه د شورو په ورځ جاري شوې بيان له مخې د منامه په هوائي ميدان د بحرین ولی عهد، د پوځ نائب سپریم کمانډر او وزیراعظم، نائب وزیراعظم ، خارجه وزير او نور قیادت د وزیراعظم محمد شهباز شریف او د پاکستانی پلاوي هركلے وكړو۔بیان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف به د 26 نه تر 27 نومبر د بحرین سرکاری دورہ كوي۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار، د كورنيو چارو وزير سید محسن رضا نقوی، د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء اللہ تارړ، وزیر مملکت بلال اظهر کیانی او سینئر افسران هم د وزیراعظم په پلاوي كښې شامل دي۔ د دورې په مهال به وزیراعظم د بحرین قیادت سره د اعلیٰ كچ ملاقاتونه كوي۔په دغه ملاقاتونو كښې د بحرین بادشاہ شاہ حمد بن عیسیٰ الخلیفه، بحرین ولی عهد او وزیراعظم شهزادہ سلمان بن حمد الخلیفه او د بحرین نائب وزیراعظم شیخ خالد بن عبداللہ الخلیفه سره ملاقاتونه شامل دي۔دا سرکاری دورہ د بحرین سره د پاكستان د پخوانو ښه اړيكو عكاسي ده چې مقصد يې د دواړو هېوادونو ترمينځه په نتيجو اډانه او تزویراتی شراکت دارۍ ته وده وركول دي۔دې دورې سره به په روایتی توګه اړيكو ته وده ترلاسه شي، د شراکت دارۍ نوي لارې به متعین شي او اولس ترمينځه رابطې به زياتي شي كومې به چې شريكه مرسته كښې برخه واچوي۔

مزید خبریں