د پاكستان وړومبۍ نړيواله د حسن قرأت مقابله په دريمه ورځ روانه وه

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د پاكستان د حسن قرات وړومبۍ نړيواله مقابله په درېمه ورځ هم روانه وه ٬ سيمي فائنل او فائنل به (نن) د زيارت په ورځ په 27م نومبر كېږي او په دې لړ كښې اختتامي دستوره به په 29 نومبر كېږي٬ د شورو په ورځ په كنونشن سنټر كښې د حسن قرات په نړيوله مقابله كښې د 37 اسلامي هېوادونو د 25 نه …

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د پاكستان د حسن قرات وړومبۍ نړيواله مقابله په درېمه ورځ هم روانه وه ٬ سيمي فائنل او فائنل به (نن) د زيارت په ورځ په 27م نومبر كېږي او په دې لړ كښې اختتامي دستوره به په 29 نومبر كېږي٬ د شورو په ورځ په كنونشن سنټر كښې د حسن قرات په نړيوله مقابله كښې د 37 اسلامي هېوادونو د 25 نه تر 35 كاله عمر لرونكې قراٶ برخه اخلري ٬ قاري سيد صداقت علي د مقابلو د چيف كوآرډينيټر او چيف جج وظيفه ترسره كوي او په نورو ججز كښې د كويت قاري الشيخ حمد اصنامي، د جامع الاظهر مصر قاري حمد الله محمد ابرهيم، د ايران قاري غلام رضا اصفهاني، د پاكستان قاري فياض علوي، قاري احمد مياں تھانوي، ډاكټر اكرام الله محسن، قاري محمد ابراهيم كاسي او قاري وجاهت رضا وظيفه ترسره كوي۔ په نننۍ مقابله كښې د مراكش،تركيه ،كيمرون، ګني بسائو، ماريطانيه، بنګله ديش، انډونيزيا، يوګنډا، ايران، افغانستان، بينن، ټوګو او د مالزيا 13 قراٶ برخه واغستله۔

مزید خبریں