د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د متحده عرب امارات سفير سالم محمد سالم الزعابي ملاقات

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د متحده عرب امارات سفير سالم محمد سالم الزعابي د شورو په ورځ ملاقات کړے چې پكښې د دوه اړخيزه اړكو پشمول د شريكي خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع سپيکر سردار اياز صادق ووئيل پاکستان او متحده عرب امارات نزدې وروڼه اسلامي هېوادونه دي۔پاکستان امارات سره د ورورولۍ اړيكي مهمي ګڼي۔يو …

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د متحده عرب امارات سفير سالم محمد سالم الزعابي د شورو په ورځ ملاقات کړے چې پكښې د دوه اړخيزه اړكو پشمول د شريكي خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع سپيکر سردار اياز صادق ووئيل پاکستان او متحده عرب امارات نزدې وروڼه اسلامي هېوادونه دي۔پاکستان امارات سره د ورورولۍ اړيكي مهمي ګڼي۔يو اے اي كښې مېشته پاکستاني کميونټۍ په ښه كوربتوب د امارات مننه كوو۔ ده ووئېل پارليماني مرستي سره به دوه اړخيزه اړيكي قوي شي۔ده ووئيل د دواړه هېوادونو شريكي ګټي سيمه كښې د استحکام ضمانت دي ۔ په دې موقع د متحده عرب امارات سفير ووئيل پاکستان زمونږ لپاره زيات محترم او نزدې هېواد دے۔د دواړو هېوادونو اړيكې په تاريخ او شريك باور اډانه دي۔ د پاکستان وګړي د يو اے اي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ دغسې ملاقات كښې د تجارت، سرمايه کارۍ او افرادي قوت په څانګو كښې مرستي زياتولو صلاح يوه شوه

مزید خبریں