پينډۍ 26 نومبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير وئيلي دي پاك پوځ ، استبخباراتي او قانون نافذ کوونكې ادارې د قامي سلامتيا تحفظ لپاره د غير متزلزل عزم او پيشه وره پوهې څرګندونه كوي۔ آئي اېس پي آر له مخې ده د شورو په ورځ د قامي سلامتيا ورکشاپ (اين ايس ډبليو 27) ګډون كوونكو سره خبري كولې چا چې د شورو په …
پاك پوځ ، استخباراتي او قانون نافذ کوونكې ادارې د قامي سلامتيا تحفظ لپاره د غير متزلزل عزم او پيشه وره پوهې څرګندونه كوي، د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د قامي سلامتيا ورکشاپ ګډون كوونكو سره خبري

مزید خبریں
پينډۍ 26 نومبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير وئيلي دي پاك پوځ ، استبخباراتي او قانون نافذ کوونكې ادارې د قامي سلامتيا تحفظ لپاره د غير متزلزل عزم او پيشه وره پوهې څرګندونه كوي۔ آئي اېس پي آر له مخې ده د شورو په ورځ د قامي سلامتيا ورکشاپ (اين ايس ډبليو 27) ګډون كوونكو سره خبري كولې چا چې د شورو په ورځ د پاك پوځ جنرل هيډکوارټرز (جي ايچ کيو) دوره کوله۔په دې موقع دوي ته پاکستان په سيمه ايز او كورنۍ امنيتي صورتحال او په مجموعي قامي سلامتيا ماحول تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔د دورې په مهال پلاوي سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره هم تفصيلي ملاقات وكړو۔سرلښكر د سيمي په بدل شوې صورتحال رڼا اچولو سره ووئيل زيات شوې جغرافيائي سياسي مسابقت، د پولې پورې غاړه نه ترهه ګري او هائبرډ خطرو سيمه ايز ماحول پيچلے كړے دے۔ده ووئيل په بهرنۍ سرپرستۍ كښې روانه ترهه ګري او د اطلاعاتي جنګ په شان چيلنجونو باوجود پاك پوځ ، انټيلي جنس ادارې او قانون نافذ کوونكي ادارې د قامي سلامتيا تحفظ لپاره د غير متزلزل عزم او پيشه وره پوهې څرګندونه كوي۔فيلډ مارشل سيد عاصم منير ووئيل پاکستان يو مهم او وقار لرونكے هېواد دے او خپل جائز مقام ترلاسه كولو له لوظي دے۔ده ووئيل معرکهٔ حق په مهال د پاك پوځ پيشه وره صلاحيت، عزم او کمټمنټ په ټوله نړۍ كښې د پاکستان تشخص قوي كړے۔ده ووئيل زمونږ تر ټولو لويې طاقت قامي يووالې دے او مونږ به په ګډه د هېواد دښمنانو ناوړه عزائم ناکامه كوو۔په دې موقع ګډون كوونكو له هېواد كښې د غير قانوني هلو ځلو په ضد په روان اقدامات، په خاص توګه اسمګلنګ، د نشه اي توكو ترسيل او منظم جرائم نيټ ورکس په ضد په کارروائيو هم بريفنګ وركړے شو۔په غونډه كښې سرحدي کنټرول لا مؤثره كولو او غير قانوني غير ملکيانو ستنولو په اړه په تازه صورتحال هم بريفنګ وركړے شو،چې مقصد ئې داخلي نظم و ضبط او د قامي ګټې تحفظ دے۔سرلښكر په ښكاره ډول ووئيل د پاكستان هر وګرې سلامتيا، تحفظ او د هېواد د پولو دفاع ته پاك پوځ خاص پام لرنه كوي او په دې به هيڅ ډول سمجھوته نه شي كولې۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاك پوځ ، وفاقي و صوبائي حکومتونه به بشپړه مرسته روانه ساتي۔ده ووئيل كوټلي امن، استحکام او سوكالۍ له په قامي كچه همغږي او اداره جاتي مرستي ته اړتيا ده۔دا خبره دې ياده وي چې ’’نېشنل سکيورټي ورکشاپ۔27‘‘نيشنل ډيفنس يونيورسټي (NDU) يو ليې پروګرام دے، چې پكښې پارلماني غړي ، سينئر سول و عسکري افسران، تعليمي پوهان او د سول سوسائټۍ نمائندګان ګډون كوي











