پاکستان په کيميائي وسلو د بنديز تنظيم (او پي سي ډبليو) ايګزيکټو کونسل لپاره بيا وټاكلے شو

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) پاکستان په کيميائي وسلو د بنديز تنظيم (او پي سي ډبليو) ايګزيکټو کونسل لپاره د 2026 نه تر 2028 مودې لپاره بيا وټاكلے شو۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې دا ټاكنه هيګ كښې د کنفرنس آف سټيټس پارټيز 30مې غونډې په مهال شوې۔ د کيميائي وسلو جوړول، پيداوار و ذخيره اندوزي او د هغې …

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) پاکستان په کيميائي وسلو د بنديز تنظيم (او پي سي ډبليو) ايګزيکټو کونسل لپاره د 2026 نه تر 2028 مودې لپاره بيا وټاكلے شو۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې دا ټاكنه هيګ كښې د کنفرنس آف سټيټس پارټيز 30مې غونډې په مهال شوې۔ د کيميائي وسلو جوړول، پيداوار و ذخيره اندوزي او د هغې په تباهۍ کنونشن (سي ډبليو سي) د 193 هېوادونو سره د وسلو كمولو تر ټولو کاميابه لوظ نامه ده كومه چې په لويه توګه د تباهي كوونكو وسلو يو لويې کلاس ختم کړے دے۔ ايګزيکټو کونسل او پي سي ډبليو بنيادي پاليسي ساز اداره ده او دا د کنونشن كوټلي نفاذ او د هغې د تعميل نګرانۍ لپاره ذمه واره ده ۔ دا د کيمسټرۍ امناكه كارولو كښې د خپلو غړو هېوادونو سائنسي او اقتصادي پرمختګ له مرسته هم كوي۔ پاکستان د او پي سي ډبليو يو فعاله غړے دے او په 1997 كښې د سي ډبليو سي توثيق نه پس د ايګزيکټو کونسل كښې خدمات ترسره كوي۔ بيان كښې وئيلي شوي د او پي سي ډبليو 41 كسيزه ايګزيکټو کونسل لپاره د پاکستان بيا انتخاب تنظيم كښې د پاکستان د مثبت کردار ښكاره ثبوت دے۔ دا د او پي سي ډبليو د کار موثره قيادت او تحريك وركولو لپاره د پاکستان په صلاحيت د غړو هېوادونو د باور تصديق دے

مزید خبریں