د كورنيو چارو وفاقي وزير نحسن نقوي د سعودي د لوبو وزير شهزاده عبدالعزيز بن تركي الفېصل سره ملاقات ٬ مرستې زياتولو ته اتفاق

رياض۔ 26 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير او د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي په رياض كښې د سعودي د لوبو وزير شهزاده عبداعزيز بن تركي الفېصل سره مهم ملاقات كړے دے چې پكښې سعودي عرب كښې د كركټ په وده ٬ د ځوانانو د لوبو د لارې ګتورو هلو ځلو كښې ګدون او د دواړو هېوادونو تر مينځه د لوبو مرستې لا مستحكمولو په …

رياض۔ 26 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير او د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي په رياض كښې د سعودي د لوبو وزير شهزاده عبداعزيز بن تركي الفېصل سره مهم ملاقات كړے دے چې پكښې سعودي عرب كښې د كركټ په وده ٬ د ځوانانو د لوبو د لارې ګتورو هلو ځلو كښې ګدون او د دواړو هېوادونو تر مينځه د لوبو مرستې لا مستحكمولو په اړه تفصيلي خبرې وشوې۔ محسن نقوي ووئېل د شهزاده تركي بن عبدالعزيز وژن 2030 تر مخه د لوبو څانګه په غېر معمولي انداز وړاندې بوتللې شي او د سعودي مشرتابه په مشرۍ كښې مملكت د دريو لويو نړيوالو ټورنامنټس په كورتوب كولو يو نوے تاريخ رقم كوي ۔ ده په خاص توګه د اېشين كپ 2027 ٬ ايشين ونټر ګېمز 2029 او د ايشين ګېمز 2034 او د فيفا ورلډ كپ 2034 د كوربتوب تر لاسه كولو په اړه د سعودي د لوبو وزير له مباركي وركړه۔ مبلاقات كښې په دې خبره غور وشو چې سعودي كښې د كركټ انفراسټركچر پرمختګ ٬ شرېكې تربيي ٬ دورو او د جونيئر و يوتهه ټورنامنټس د لارې به د دواړو هېوادوتنو تر مينځه نوې موقعې رپېدا كېدې شي۔ محسن نقوي ووئېل پاكستان او سعودي عرب به د لوبو په خاص توګه د دوستۍ او سيمه ايزې همغږۍ پل مضبوطوي ۔ ملاقات كښې په دې هم اتفاق وشو چې د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې به رابطې لا تندوي او عملي منصوبو د لارې به ډېر زر شريكو ګامونو له ختمې شكل وركړي دغسې چې ځوانانو ته د زياتو نه زياتې موقعې وركړې شي

مزید خبریں