وزير اعظم محمد شهباز شريف د بحرېن په دوه ورځنۍ دوره روان شو

اسلام آباد ۔ 26 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم مجمد شهباز شريف د بحرېن په دوه ورځنۍ سركاري دوره روان شوے دے۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم دفتر د ميډيا څانګې نه جاري بيان تر مخه وزيراعظم به د 26 نه تر 27 نومبر د بحرېن سركاري دوره كوي ٬ د ده په پلاوي كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ٬ وفاقي وزيران او سينئر چارواكي …

اسلام آباد ۔ 26 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم مجمد شهباز شريف د بحرېن په دوه ورځنۍ سركاري دوره روان شوے دے۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم دفتر د ميډيا څانګې نه جاري بيان تر مخه وزيراعظم به د 26 نه تر 27 نومبر د بحرېن سركاري دوره كوي ٬ د ده په پلاوي كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ٬ وفاقي وزيران او سينئر چارواكي هم شامل دي۔ د دورې په مهال به وزيراعظم محمد شهباز شريف د بحرېن بادشاه حمد بن عيسې الخليفه ٬ ولي عهد و وزيراعظم شهزاده سلمان بن حمد الخليفه او د بحرېن نائب وزيراعظم شيخ خالد بن عبد الله الخليفه سره د اعلې كچ ملاقاتونه كوي۔ دا سركاري دوره د مملكت بحرين سره د پاكستان د زړو او په زړه پورې اړيكو عكاسي كوي ٬ د كومې مقصد چې د دواړو هېوادونو تر مينځه تزويراتي همكارۍ له وده وركول ده۔ دې دورې څخه به په روايتي توګه په زړه پورې اړيكو ته لا وده تر لاسه شي٬ د شراكت دارۍ نوې لارې به وټاكلې شي او د اولس اولس سره روابط به ژور كړے شي كوم به چې دواړه خوا مرسته كښې خپله برخه واچوي

مزید خبریں