وفاقی پايه تخت كښې د ځانمرګي بريد كونكي منصوبه بندی افغانستان څخه شوې،د پاکستان چارواكو ، بريد كښې معاونت كښې ككړ څلور كسان نيولې دي۔ د اطلاعات وفاقی وزیر عطاء اللہ تارړ پرېس کانفرنس

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) وفاقی پايه تخت كښې د ځانمرګي بريد كونكي منصوبه بندی افغانستان څخه شوې،د پاکستان چارواكو ، بريد كښې معاونت كښې ككړ څلور كسان نيولې دي٬ تحقیقات كښې د بريد كونكي شناخت شوې دے۔ د اطلاعات وفاقی وزیر د نهې په ورځ پرېس کنفرنس په مال خبريالانو ته ووئيل په 11 نومبر شوي چاؤدنه چې پكښې 12 بے ګناہ وګړي په حق رسيدلې او …

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) وفاقی پايه تخت كښې د ځانمرګي بريد كونكي منصوبه بندی افغانستان څخه شوې،د پاکستان چارواكو ، بريد كښې معاونت كښې ككړ څلور كسان نيولې دي٬ تحقیقات كښې د بريد كونكي شناخت شوې دے۔ د اطلاعات وفاقی وزیر د نهې په ورځ پرېس کنفرنس په مال خبريالانو ته ووئيل په 11 نومبر شوي چاؤدنه چې پكښې 12 بے ګناہ وګړي په حق رسيدلې او 28 نور ژوبل شوې،يو افغان وګړي په اولسي ځائې كړي۔ده ووئيل په دې موقع هغه وړاندې څخه موجود سکیورټی انتظامات د لوئ تباهۍ څخه بچ كولو كښې مهم کردار ترسره كړې۔ عطاء اللہ تارړ ووئيل تحقیقاتی ادارو دا نتیجه اخذ کړې چې د بريد منصوبه بندی افغانستان څخه شوې۔هغوي شك من منصوبه ساز نامې ساجد اللہ عرف شینا پولې پورې غاړه څخه عسکری تربیه ترلاسه كولو اعتراف هم كړې۔ وفاقی وزیر اطلاعات له مخې سکیورټی فورسز د بريد په دوه ورځو كښې دننه څلور شك من كسان نيولې۔ده انټیلی جنس بیورو ډویژن (آئی بی ډی) او کاؤنټر ټیررازم ډیپارټمنټ (سی ټي ډي) موثر کارکردګی وستائله۔نيولې شوي كسانو ساجد اللہ، کامران خان، محمد زالی او شاہ منیر تور دے ډې هغوي د چاؤدني منصوبه بندۍ كښې معاونت کړې او خودکش جیکټ ئې وركړې كوم چې بريد كونكي استعمال کړیده ووئيل ساجد ځانمرګے بريد كوؤنكے راوستے ؤ۔ په كال 2023ء كښې د ده ملاقات داد نومې کمانډر سره شوے ؤ د چا په ذريعه چې د دې بريد بشپره منصوبه بندي د فتنة الخوارج ټي ټي پي مشر نور اے محسود وكړه۔ ده ووئيل ساجد په 2024ء كښې هم جلال آباد ته تللے ؤ چرته چې هغه د داد سره د كاروائۍ منصوبه جوړوله،هغه په راستنيدو دوه ترهه ګر محمد زالي او کامران خان هائر کړل ، اګست 2025ء كښې ساجد عرف شینا او زالي په يو ځائے د داد سره ملاقات لپاره افغانستان ته لاړل او د فتنه الخوارج ترهه ګر عرف ابو حمزہ سره شیګل ولسوالۍ كښې يې ملاقات وكړو او هلته ئې شپه تيره كړه،هلته څخه کابل ته ورسيدل او د داد سره يې ملاقات وكړو، داد هغه ته د نور ولی محسود احکامات ورورسول چې پينډۍ اسلام آباد کښې چاؤدنه كول دي،هغوي په كابل كښې ټول پلاننګ كړے ؤ ،د هغوي هدف پينډۍ او اسلام آباد كښې لويه تخریبی کارروائی کول وه۔د اطلاعات او خپرونو وزیر ووئيل ساجد عرف شینا پاکستان ته د راتللو سره د ځانمرګي بريد كونكے عثمان شنواري سره ملاقات وکړو كوم چې د ننګر هار افغانستان استوګڼ دے او هغه له ساجد ځانمرګې جيكټ او نور مواد وركړل، ساجد عرف شینا او عثمان شنواري په ګډه بېل ځايونه كتل،هغوي لوي زيان غوښتلو، هغوي كوم مين ټارګت هټ نه كړے شو او په سړك ئې چاؤدنه وكړه،هغوې خپل هدف ته نه وؤ رسيدلې چرته چې هغوي لوئ زيان غوښتلو ،دغسې د لويې څښتن په فضل و کرم سره هېواد د غټې پېښې څخه محفوظ پاتي شو پرېس کانفرنس په مهال د ساجد عرف شینا اعترافی بیان هم ميډيا ته وښودلے شو چې پكښې هغه وئيلي دي چې 2016ء كښې د افغانستان کنړ ولايت كښې زما ملاقات د امارت اسلامیه کمانډر ابو حمزہ سره شوے ؤ چرته چې زه يوه مياشت پاتې شوے ووم او هلته ما تربيه ترلاسه كړي ده٬ دغې نه پس پاكستان ته راغلے ووم،هغه ووئيل كال 2023ء كښې زه بيا افغانستان ته تللے ووم او د ابو حمزہ په ډيره كښې پاتې شوے ووم چرته چې زما د تحریك طالبان کمانډر داد سره ملاقات وشو او هغه زه په خپل بیعت مجبور کړے ووم۔ اعترافی بیان كښې نور انکشاف وشو چې 6 مياشتي وړاندې داد بيا رابطه كولو سره ساجد ته افغانستان ته د راتللو سپارښتنه كړې وه او وئيلي ئې وو چې يو ملګرے محمد زالي هم ځان سره راوله۔هلته داد اللہ سره ما په يو هوټل كښې ډوډۍ خوړلو نه پس ووئيل ځانمرګي بريد كونكې ته جیکټ ورسول دي،يوه شپه پاتې كيدو نه پس پاكستان ته راغلم او هغوي سره پرله پسې رابطه كښې ووم۔ ساجد بیان كښې ووئيل څو ورځې پس سپارښتنه ترلاسه شوه چې يو د قبرستان څخه ځانمرګې جیکټ واخله، پېښور ته رسيدلو سره په يو قبر د تور او سپينو كاڼو نشاندهی وشوه چرته څخه چې جیکټ د ګوړې په بورۍ كښې اسلام ته راوړلے شو ۔ دغسې اسلام آباد كښې بيا ما جيكټ د يوې نالۍ سره نزدې ښخ كړو او دغې نه پس زه د شاہ منیر خوا له لاړم او جيكټ مي هغه ته وسپارلو چا چې په خپل دكان كښې محفوظ کړو۔بیان له مخې دې نه پس هغه ته ووئيل شول چې افغانستان څخه عثمان نومي كس به دوه يا درېو ورځو كښې راځي، عثمان چې پاکستان ته راورسيد نو د هغه عكس يې راوليږو د كوم په بنياد چې د هغه شناخت وشو او هغه مو راوستلو۔ د جمعې په ورځ محمد زالی ووئيل زه جی الیون کچهری ته ځم چرته چې پولیس اهلکار زیات وي۔د نهې په سهار لس بجې ساجد د شاہ منیر څخه جیکټ ترلاسه كړو او محمد زالي سره يې په ګډه عثمان ته ځانمرګے جيكټ واچولو،په دې موقع قاري عثمان دعا وكړه۔دې نه پس بريد كونكے په بائیکیا د جی الیون کچهری ته لاړو او د ورځې په يوه بجه اطلاع ترلاسه شوه چې هغه خپل ځان والوزولو۔

مزید خبریں