پارلمان د بنيادي حقونو تحفظ لپاره لوظي دے٬ د فعاله جمهوريت اساس په مساوات ٬ انصاف او د بنيادي حقونو په وركړه دے٬ سردار آياز صادق

اسلام آباد ۔ 25 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار آياز صادق وئېلي دي پارلمان د بنيادي حقونو تحفظ لپاره لوظي دے٬ د فعاله جمهوريت اساس په مساوات ٬ انصاف او د بنيادي حقونو په وركړه دے ٬ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د نېشنل كمېشن فار هيومن رائټس تر سېوري لاندې د اين سي ايچ آر د څلورو كالو په تر سره …

اسلام آباد ۔ 25 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار آياز صادق وئېلي دي پارلمان د بنيادي حقونو تحفظ لپاره لوظي دے٬ د فعاله جمهوريت اساس په مساوات ٬ انصاف او د بنيادي حقونو په وركړه دے ٬ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د نېشنل كمېشن فار هيومن رائټس تر سېوري لاندې د اين سي ايچ آر د څلورو كالو په تر سره كېدو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئېل پارلمان د ېنيادي حقونو تحفظ لپاره لوظي دے او په دې اړه قانون سازي هم كولې شي ٬ مونږ د قانون سازۍ كونسل جوړ كړے كوم چې د دې خبرې جاج اخلي چې چرته چرته په كومه څانګه كښې د قانون جوړولو ضرورت دے۔ ده ووئېل دغه كونسل اين اي ايچ آر ته هم د قانون سازۍ لپاره رجوع كوي ۔ ده ووئېل پارلمان كښې د مېرمنو ٬ كوچنيانو او د اقليتونو د حقونو تحفظ لپاره كاكسز جوړ دي چې پكښې وومن كاكس او چائلډ رائټس كاكس كاركردګي د ستائنې وړ ده۔ ده ووئېل زموڼږ مېرمنې د سړو په مقابل كښې زياتې فعاله دي ٬ قومي كمېشن فار هيو من رائټس چيرپرسن او د غړو كاركردګي د پېرزوئنو وړ ده٬ مونږ ټول په ګده د مېرمنو او كوچنيانو د حقونو لپاره كار كوو۔

مزید خبریں