وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د ایران سپریم نیشنل سکیورټی کونسل سیکرټری علی اردشیر لاریجانی ملاقات ، كركېلې، مواصلات پشمول د شريكې ګټې په بېلو څانګو كښې د اړيكو زياتولو ته اتفاق

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) پاکستان او ایران د كر كېلې، مواصلات پشمول د شريكې ګټې په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو زياتولو ته اتفاق كړے دے۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د ایران سپریم نیشنل سکیورټی کونسل سیکرټری علی اردشیر لاریجانی د نهې په ورځ په وزیراعظم هاؤس كښې ملاقات کړے۔ ډاکټر لاریجانی دا مهال د پاکستان په سرکاری دوره دے۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د …

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) پاکستان او ایران د كر كېلې، مواصلات پشمول د شريكې ګټې په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو زياتولو ته اتفاق كړے دے۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د ایران سپریم نیشنل سکیورټی کونسل سیکرټری علی اردشیر لاریجانی د نهې په ورځ په وزیراعظم هاؤس كښې ملاقات کړے۔ ډاکټر لاریجانی دا مهال د پاکستان په سرکاری دوره دے۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم د ايران ميلمه هركلي كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه د تاریخی او ورورولۍ اړيكو اهميت رامخې ته كړو او بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو په حاجت ئې زور راوړو۔ډاکټر لاریجانی هم د شريكې ګټي په څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكي لا قوي كولو په حاجت زور راوړو۔ ملاقات په مهال ډلو په مهمو سيمه ايزو او نړيوال پیشرفت هم د خيالاتو څركندونه وكړه دغسې سيمه كښې امن او استحکام ته ودې وركولو له يې د كوټلو هڅو په اهمیت زور راوړو۔ وزیراعظم په سيمه ايزو مسئلو د ايران اصولی مؤقف وستائېلو او مشكل وخت كښې يې د پاکستان سره د ايران په يووالي مننه وكړه۔ده د دواړو هېوادونو امن او سوكالۍ له د ايران سره په ګډه كار كولو له د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ډاکټر لاریجانی په اوسني 12 ورځني جنګ كښې د ایران غیر متزلزل مرستې په اړه د پاکستاني قام او قیادت مننه وكړه او د شخړو امناكه حل له يې د خبرو اترو او سفارتکارۍ وکالت كښې د پاکستان رغنده کردار وستائېلو۔ وزیراعظم د ایران سپریم لیډر سید علی خامنه ای او صدر مسعود پیزشکیان لپاره د احترام او نیکو هيلو څرګندونه وكړه او د پاکستان د مرستې او پاکستان-ایران اړيكو قوي كولو په عزم ئې مننه وكړه۔ ملاقات كښې ترسره شوه چې نائب وزیراعظم او وزیر خارجه اسحاق ډار په مشرۍ كښې به يو پلاوې د ایران دورہ کوي دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه بېلو څانګو او په خاص توګه زراعت او روابط/مواصلات كښې مرستي ته وده وركړې شي۔

مزید خبریں