د خبر يالانو مسئلو حل په تناظر كښې د حکومت پاکستان مهم اقدام، کمېشن فار دی پروټیکشن آف جرنلسټس اینډ میډیا پروفیشنلز باقاعدہ کار پېل كړو

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) کمېشن فار دی پروټیکشن آف جرنلسټس اینډ میډیا پروفیشنلز باقاعدہ کار پېل كړے۔ دا کمېشن د حکومت پاکستان د اړخه د خبريالانو مسئلو حل په تناظر كښې مهم اقدام دے۔ کمېشن فار دی پروټیکشن آف جرنلسټس اینډ میډیا پروفیشنلز د اړخه جاري شوې اعلامیې له مخې د اطلاعات وفاقی وزیر عطاء اللہ تارړ په ذاتی هڅو د کمېشن غړو نوټیفیکیشن جاری کړې شوې …

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) کمېشن فار دی پروټیکشن آف جرنلسټس اینډ میډیا پروفیشنلز باقاعدہ کار پېل كړے۔ دا کمېشن د حکومت پاکستان د اړخه د خبريالانو مسئلو حل په تناظر كښې مهم اقدام دے۔ کمېشن فار دی پروټیکشن آف جرنلسټس اینډ میډیا پروفیشنلز د اړخه جاري شوې اعلامیې له مخې د اطلاعات وفاقی وزیر عطاء اللہ تارړ په ذاتی هڅو د کمېشن غړو نوټیفیکیشن جاری کړې شوې دې نه پس د کمېشن وړومبۍ باضابطه غونډه د کمال الدین ټیپو په مشرۍ كښې شوي۔ دا کمېشن د حکومت پاکستان د اړخه د نړيوال معیار او ښه نړيوال پریکټسز تر نظر ساتلو سره جوړ شوې۔د خبريالانو آزادانه او خپلواكه كار باوري كول د کمېشن روح دے۔ کمېشن به د خبريالانو د تحفظ په اړه آزادانه او شفاف طریقے سره كار كوي۔ کمېشن د ګيلو نظام وضع کړې دغسې د کمېشن قواعد و ضوابط جوړولو لپاره کمېټی هم جوړه شوې۔ کمېشن به د ډیجیټائزیشن د لارې ویب پورټل او جدید طریقے اختیاروي دغسې ټریننګ او سیمینارز به هم كولې شي۔ د کمېشن په غونډه كښې پرنسپل انفارمیشن آفیسر او د انسانی حقوق کمېشن ډی جی ، د ټول هېواد مرکزی نمائندہ صحافتی تنظیمونو سره تعلق لرونكي د بورډ غړو نواز رضا، خلیل احمد، طاهر حسن، نوید اکبر، حسن عباس، تمثیله قریشی او نادیه صبوحی ګډون وكړو۔

مزید خبریں