د بحري چارو وفاقي وزیر د مالېزيا د ټرانسپورټ نائب وزير سره برطانیه كښې د میري ټائم مصروفیات په موقع ملاقات،دواړو د روانې مرستې جاج واغست

اسلام آباد۔25نومبر (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنید انور چوهدری د مالېزيا د ټرانسپورټ نائب وزير داتوک حسبی بن حبیب اللہ سره برطانیه كښې په میري ټائم مصروفیات په موقع ملاقات کښې ووئېل پاکستان او مالېزيا د میري ټائم ټریننګ ته پراختيا وركولو او د بندرګاہ په څانګه كښې د مرستې لپاره د يوې نوې مرستې د فریم ورک لټون كوي ۔ د وزارت نه جاري …

اسلام آباد۔25نومبر (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنید انور چوهدری د مالېزيا د ټرانسپورټ نائب وزير داتوک حسبی بن حبیب اللہ سره برطانیه كښې په میري ټائم مصروفیات په موقع ملاقات کښې ووئېل پاکستان او مالېزيا د میري ټائم ټریننګ ته پراختيا وركولو او د بندرګاہ په څانګه كښې د مرستې لپاره د يوې نوې مرستې د فریم ورک لټون كوي ۔ د وزارت نه جاري پریس ریلیز تر مخه د نهې په ورځ د خبرو په مهال دواړو د روانې مرستې جاج واغست او د بحريه په څانګه كښې د مرستې مضبوطولو لپاره يې نوې لارې ولټولې ۔ جنید چوهدري د يو مفاهمت په یادداښت (ایم او یو) د لاس ليك كولو وړاندېز وركړو د كوم مقصد چې د سمندري مسافرو تربیت زياتول او میرین کیډټس په تبادله كښې سهولت وركول دي ۔ ده ووئېل مجوزہ ایم او یو به د پاکستان خپل میرین کیډټس د مالېزيا اکیډمیو ته د لېږلو اجازه وركړي او مالېزيا به د دغې په بدل كښې خپل کیډټس خصوصي تربیتي پروګرامونو لپاره پاکستان ته راوليږي۔ وفاقي وزیر ووئېل تبادلې به د دواړو هېوادونو د ځوانانو سمندري جهازونو پیشه ورہ ترقۍ كښې مرستياله ثابت شي او میري ټټائم سیکټر كښې به اوږد مهاله مرسته مضبوطه كړي ۔ دغسېي دواړو ډلو د ایم او یو دائرہ کار ته حتمي شکل وركولو، د تربیتي ماډیولز وضاحت او د کیدټ ایکسچینج پروګرام لاګو کولو لپاره د میکانزم جوړولو لپاره راروانو اوونيو كښې د لا تکنیکي مشاورت کولو ته اتفاق وكړو ۔

مزید خبریں