صدر مملکت آصف علی زرداری سره د ایران سپریم نیشنل سکیورټی کونسل سیکرټری ډاکټر علی اردشیر لاریجانی ملاقات، پاکستان او ایران ترمينځه د مرستي زياتولو په حاجت زور

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداري وئيلي دي پاکستان او ایران خپلو كښې په تاریخ ، عقیده او كلتور اډانه د ملګرتيا اړيكي لري،د هند سره د جنګ په مهال د ایران پرله پسې په مرسته د ایران مننه كوو او د اسرائیلی جارحیت په تناظر كښې ایران لپاره د پاکستان د سیاسي او سفارتي مرستې روانې ساتلو له د عزم پخلے كوو۔د ایوان …

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداري وئيلي دي پاکستان او ایران خپلو كښې په تاریخ ، عقیده او كلتور اډانه د ملګرتيا اړيكي لري،د هند سره د جنګ په مهال د ایران پرله پسې په مرسته د ایران مننه كوو او د اسرائیلی جارحیت په تناظر كښې ایران لپاره د پاکستان د سیاسي او سفارتي مرستې روانې ساتلو له د عزم پخلے كوو۔د ایوان صدر میډیا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې صدر مملکت آصف علي زرداري سره د ایران سپریم نیشنل سکیورټی کونسل سیکرټری ډاکټر علی اردشیر لاریجانی ایوان صدر كښې ملاقات وکړو ۔صدر مملکت آصف علی زرداري ډاکټر علی اردشیر لاریجانی په ایوان صدر كښې هركلے وكړو او سپریم نیشنل سکیورټی کونسل په ذمه وارو سنبھالولو يې هغه له مباركي وركړه۔ده ووئيل اسلام آباد او تهران ترمينځه د شريكې تبادلې دوه اړخيزه اړيكو كښې د مثبت رفتار عکاسي کوي۔ده تير اګست مياشت كښې د ایران صدر سره خپل د ملاقات ذكر وكړو۔ده د اوسني سېلاب نه پس د پاکستان سره د يووالي په څرګندونه د ایران قیادت مننه وكړه چې پكښې د ایران هلال احمر رالېږلې شوې انسان دوسته مرسته هم شامله وه۔ده ووئيل د ګاونډي هېوادونو ترمينځه مرستي ته اړتيا ده او دا دواړو هېوادونو د اولسونو په شريكه ګټه ده۔د خبرو اترو په مهال صدر مملکت ووئيل پاکستان او ایران په تاریخ، عقیده او كلتور اډانه د ملګرتيا اړيكي لري۔ ده د هند سره د جنګ په مهال په پرله پسې مرسته مننه وكړه او د اسرائیلی جارحیت په تناظر كښې د ایران لپاره د پاکستان سیاسی او سفارتی مرستې پخلے ئې وكړو۔ده اوسني جنګ كښې د ايران اولس استقامت او عزم وستائېلو او د سپریم لیډر د قیادت يې ستائنه وكړه۔ده مقبوضه جموں و کشمیر او فلسطین اولس لپاره د ایران په اصولی مرسته هم مننه وكړه۔صدر مملکت آصف علی زرداري ووئيل پاکستان دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره د ايران سره په ګډه كار كول غواړي۔صدر مملکت ډاکټر علي اردشیر لاریجانی ته ووئيل زما د اړخه د ایران سپریم لیډر ته د سلامتی او نيكو هيلو پیغام ورورسوه۔په دې ملاقات كښې په سيمه ايز او نړيوال صورتحال سره سره د سکیورټی او ترهه ګرۍ په ضد کارروائی په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ملاقات كښې د دواړو هېوادونو سینئر عهدیدارو ګډون كولو۔د ایران پلاوي كښې د سپریم نیشنل سکیورټی کونسل سیکریټریټ كښې دفارن پالیسی او انټرنیشنل سکیورټی ډپټی علی باقري، سکیورټی ډپټی علی رضا بیات او د کونسل ایشیا، یوریشیا او اوشیانا کمېټۍ سیکرټری علی رضا تقوائي زادہ شامل وو۔ د پاکستان د اړخه د دفاع وزير خواجه محمد آصف، سید نیر حسین بخاري، سیکرټري خارجه او سیکرټری نېشنل سکیورټی ګډون وكړو۔

مزید خبریں