وزیر اعظم محمد شهباز شریف سره د جمهوریه آذربائیجان د اقتصادیات وزیر میکائیل جباروف ملاقات، اقتصادی مرستي لا زياتولو له د هڅو تندولو په حاجت زور

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) پاکستان او آذربائیجان اقتصادی مرسته لا مستحکمولو له د هڅو تندولو په حاجت زور راوړلو سره دفاعی پیداوار، پټرولیم، معدنیات، تعمیرات، لائیو سټاك ، سیلګرۍ او آئی ټی پشمول نورو څانګو كښې د مرستي د موقعو لټولو جاج اخستے دے ٬ دغسې وزیراعظم محمد شهباز شریف د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د آذربائیجان سره شراکت داری لا زياتولو لپاره د پاكستان …

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) پاکستان او آذربائیجان اقتصادی مرسته لا مستحکمولو له د هڅو تندولو په حاجت زور راوړلو سره دفاعی پیداوار، پټرولیم، معدنیات، تعمیرات، لائیو سټاك ، سیلګرۍ او آئی ټی پشمول نورو څانګو كښې د مرستي د موقعو لټولو جاج اخستے دے ٬ دغسې وزیراعظم محمد شهباز شریف د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د آذربائیجان سره شراکت داری لا زياتولو لپاره د پاكستان د غیر متزلزل عزم پخلے كړے۔د نهې په ورځ وزیراعظم محمد شهباز شریف او جمهوریه آذربائیجان د اقتصادیات وزیر میکائیل جباروف ترمينځه وزیراعظم هاؤس كښې ملاقات وشو،د جمهوریه آذربائیجان د اقتصادیات وزير د پلاوي سره د پاکستان په سرکاری دوره دے۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې د دوه اړخيزه تجارت او سرمایه کارۍ جاج واخستلے شو۔ دوه اړخيزه تجارت كښې پرله پسې ترقی ستائېلو سره ډلو د اقتصادی تبادلو كښې د پیشرفت لپاره د هڅو تندولو حاجت اتفاق وكړو۔ وزیراعظم د پاکستان د اړخه د پاکستان آذربائیجان شريكې سرمایه کارۍ کمپنۍ جوړولو د تجویز پخلے وكړو۔ده وائټ آئل پائپ لائن پراجیکټ كښې د آذربائیجان خوښي وستائېله او د آذر بائیجان کمپنی اېس او سی اے آر (SOCAR) له يې په پاکستان كښې د تيل او ګاز په څانګو كښې د سرمايه كارۍ كولو ترغیب وركړو۔ډلو سيمه ايزو رابطو زياتولو په اهميت زور راوړو۔ وزیراعظم د افغانستان او مينځني اسياﺀ لپاره د لنډې لاري په توګه د پاکستان په سټریټجکي چاپېريال رڼا واچوله او ټرانس کیسپیئن انټرنیشنل ټریډ کوریډور په شان اقدامات كښې يې د آذربائیجان مهم كردار وستائېلو۔ وزیراعظم د آذر بائیجان صدر الهام علیوف له د پاکستان سرکاری دورې بلنه وركړه۔ وزیراعظم د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د آذربائیجان سره د خپلي شراکت داری زياتولو لپاره د پاکستان د غیر متزلزل عزم پخلے وكړو۔د آذربائیجان د اقتصادیات وزیر د پاکستان دورې په مهال په ميلمستيا كولو د حکومت مننه وكړه او هيله ئې څرګنده كړه چې پاکستان او آذربائیجان ترمينځه روان مثبت پیشرفت به د تجارت، معیشت، صنعت او سرمایه کارۍ په څانګو كښې د مرستي روډ میپ 2025-2028 له حتمی شکل وركولو سبب وګرځي۔ ملاقات كښې نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ، وفاقی وزیر سردار اویس خان لغاری ، د وزیراعظم خاص مرستيال طارق فاطمی او اړوند اعلیٰ سرکاری افسران هم موجود وو۔

مزید خبریں