د جوائنټ چيفس آف سټاف کمېټۍ چيئرمين جنرل ساحر شمشاد مرزا د ائير هيډ کوارټرز الوداعي دوره

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د خپلو الوداعي مصروفياتو د برخې په توګه د جوائنټ چيفس آف سټاف کمېتۍ چيئرمين جنرل ساحر شمشاد مرزا د ايئر هيډ کوارټرز اسلام آباد دوره وكړه۔د پاك فضائيه مشر ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د هغه هركلے وكړو۔ ائير هيډ کوارټرز ته په رسيدو د پاك فضائيه يوې چټك ډلي ده ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔د آئي اېس پي …

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د خپلو الوداعي مصروفياتو د برخې په توګه د جوائنټ چيفس آف سټاف کمېتۍ چيئرمين جنرل ساحر شمشاد مرزا د ايئر هيډ کوارټرز اسلام آباد دوره وكړه۔د پاك فضائيه مشر ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د هغه هركلے وكړو۔ ائير هيډ کوارټرز ته په رسيدو د پاك فضائيه يوې چټك ډلي ده ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔د آئي اېس پي آر له مخې دې نه پس د جوائنټ چيفس آف سټاف کمېټۍ چيئرمين د پاك فضائيه مشر سره د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د جوائنټ چيفس آف سټاف کمېټۍ چيئرمين مثالي خدمات او د درېو واړو وسله والو ځواكونو همغږي قوي كولو كښې مهم کردار وستائېلو۔د پاك فضائيه مشر قومي دفاع لپاره د جنرل ساحر شمشاد مرزا خدمات هم وستائېل او د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې لپاره يې د وسله والو ځواكونو سره په ګډه كار روان ساتلو له د پاك فضائيه غير متزلزل عزم پخلے وكړو۔د جوائنټ چيفس آف سټاف کمېتۍ چيئرمين د پاك فضائيه جنګي تيارو، عملي پوهې ، جدت طرازي او اپ ګريډيشن په اقدامات د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده د پاکستان فضائي پولو حفاظت كښې د پاك فضائيه اهلکارو پيشه وره پوهه وستائېله۔ده د پاکستان د وسله والو ځواكونو ترمينځه موجوده همغږي هم وستائېله۔ جنرل ساحر شمشاد مرزا د پاك فضائيه په بشپړه مرسته د ائير چيف مننې كولو سره د پي اے اېف او د هغې د قيادت لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں