هر 10 منټه پس يوه ميرمن د نزدې خپل سړي د لاسه وژلې كېږي ، ملګري ملتونه

ملګرې ملتونه ۔25نومبر (اے پي پي): ملګرو ملتونو د مېرمنو د قتل خلاف هلو ځلو كښې د پیشرفت په کمي د خفګان څرګندونې سره وئېلي دي تېر كال نړۍ كښې په هر 10 منټه پس يوه مېرمن د كوم نزدې خپلوان د لاسه وژلې شوه ۔ د ملګرو ملتونو د منشیات او جرائمو او یو این ویمن دفتر يو راپور كښې ووئېل په كال 2024 كښې نزدې 50 زره مېرمنې …

ملګرې ملتونه ۔25نومبر (اے پي پي): ملګرو ملتونو د مېرمنو د قتل خلاف هلو ځلو كښې د پیشرفت په کمي د خفګان څرګندونې سره وئېلي دي تېر كال نړۍ كښې په هر 10 منټه پس يوه مېرمن د كوم نزدې خپلوان د لاسه وژلې شوه ۔ د ملګرو ملتونو د منشیات او جرائمو او یو این ویمن دفتر يو راپور كښې ووئېل په كال 2024 كښې نزدې 50 زره مېرمنې او انجونه خپل مېړه یا د كورنۍ كس وژلې دي ۔ دا راپور په مېرمنو د تشدد خاتمې په نړيواله ورځ جاري کړے شوے ۔راپور كښې وئېلې شوي په ټوله نړۍ كښې په وژلے شوو مېرمنو كښې 60 فیصده د هغوي خاوندانو یا خپلوانو لكه پلار ، تره ، مور او ورور وژلې دي ۔ د دې په مقابل كښې د سړو د وژنې 11 فیصده پیښو كښې قاتل کوم خپل خپلوان ؤ ۔راپور كښې د 117 هېوادونو شمېرو تر مخه د 50 زره هولناکه شمېره يعني هره ورځ 137 مېرمنې یا نزدې هر لس منټه پس يوه مېرمن د وژلو برابر ده ۔ د نړۍ كومه هم سيمه د مېرمنو د وژنې څخه محفوظ نه ده ، خو په افریقه كښې تېر كال 22 زره پیښې رامخې ته شوي دي ۔