اسلام آباد۔25 نومبر(اے پی پی) د بينظير انكم سپورټ پروګرام (بي آئي اېس پي) چيئرپرسن سېنټر روبينه خالد وئيلي دي په مېرمنو تشدد د بشري حقونو سنګينه خلاف ورزي ده٬ تشدد څخه پاكه ټولنه زمونږ اجتماعي ذمه واري ده۔ د مېرمنو په ضد د تشدد نړيوالې ورځ په موقع په خپل خصوصي پېغام كښې سېنېټر روبينه خالد ووئيل مېرمنې له خپلواكه جوړولو پرته د پرمختګ خوب ريښتيا كېدے نه شي۔ …
په ميرمنو تشدد د بشري حقونو سنګينه خلاف ورزي ده : د بي آئي ايس پي چيئرپرسن سينټر روبينه خالد د ميرمنو په ضد د تشدد نړيوالې ورځې په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔25 نومبر(اے پی پی) د بينظير انكم سپورټ پروګرام (بي آئي اېس پي) چيئرپرسن سېنټر روبينه خالد وئيلي دي په مېرمنو تشدد د بشري حقونو سنګينه خلاف ورزي ده٬ تشدد څخه پاكه ټولنه زمونږ اجتماعي ذمه واري ده۔ د مېرمنو په ضد د تشدد نړيوالې ورځ په موقع په خپل خصوصي پېغام كښې سېنېټر روبينه خالد ووئيل مېرمنې له خپلواكه جوړولو پرته د پرمختګ خوب ريښتيا كېدے نه شي۔ دې ووئيل پي آئي اېس پي د مېرمنو تحفظ او د دوئي اختيارمنې جوړولو له فعاله ګامونه پورته كوي٬ د تشدد هره يوه پېښه د قبلولو وړ نه ده ٬ مجرمانو ته بايد سخته سزا وركړې شي۔ سېنېټر روبینه خالد ووئيل مېرمنو ته د زده كړو آسانۍ برابرول ٬ روزګار وركولو او تحفظ ته حكومت پام لرنه كوي۔ د مېرمنو د بنيادي حقونو تحفظ له پالېسۍ لا فعاله كوو٬ د تشدد په ضد غږ پورته كول زمونږ د ټولو معاشرتي او اخلاقي فرض دے۔ دې ووئيل د ځپلې شوو مېرمنو د مرستې او په خاص توګه د قانوني مرستې دائره به لا پراخه كولې شي۔ دې زياته كړه چې په مېرمنو تشدد ختمولو له د سړو شموليت ضروري دے۔ دې ووئيل مونږ به يو داسې پاكستان جوړوو چرته چې هره يوه مېرمن د وقار ٬ آزادۍ او د تحفظ احساس سره ژوند وكړي۔











