واشنګټن۔25نومبر (اے پي پي) د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلې دي هغه د چین خپل هم منصب شي جن پنګ سره په ټیلې فونک خبرو كښې په اپریل 2026 كښې د چین دورې كولو بلنه قبول کړه۔ د روس خبر رسنې ادارې تاس تر مخه هغه تېره ورځ په ټروتھ سوشل پلیټ فارم ووئېل ما د چين خپل هم منصب ته د سږ كال په آخر كښې د امریکا سرکاري …
د امريكې صدر د چین خپل هم منصب ته د چین دورې بلنه قبول کړه

مزید خبریں
واشنګټن۔25نومبر (اے پي پي) د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلې دي هغه د چین خپل هم منصب شي جن پنګ سره په ټیلې فونک خبرو كښې په اپریل 2026 كښې د چین دورې كولو بلنه قبول کړه۔ د روس خبر رسنې ادارې تاس تر مخه هغه تېره ورځ په ټروتھ سوشل پلیټ فارم ووئېل ما د چين خپل هم منصب ته د سږ كال په آخر كښې د امریکا سرکاري دورې بلنه هم وركړه ۔ هغه ووئېل د دواړو هېوادونو تر مينځه تر سره شوو لوظ نامو باندې د عمل درآمد په حقله ښه پیش رفت شوے ، اوس مونږ لويو مقاصدو ته پلام ګرځولے شوو ، په دې لړ كښې د چین صدر ما ته په اپریل كښې د بیجنګ دورې بلنه راكړې كومه چې ما قبوله کړه او ما هم هغه ته په 2026 كښې د امریکې سرکاري دورې بلنه وركړه ۔ هغه ووئېل دواړو لارښودو په دې خبره اتفاق کړے چې مسلسل او نزدې رابطه ساتل دېره ضروري ده ۔ د امریکی صدر زور راوړلو سره ووئېل زمونږ د چین سره اړېكې ډېرې مضبوطې دي ، اکتوبر كښې د سوئېلې كوريا په ښار بوسان كښې د صدر شي جن پنګ سره زما ملاقات ډېر کامیاب ؤ ۔ بلخوا د امریکې د خزانې وزير سکاټ بیسنټ تر مخه د صدر ټرمپ او د هغه د چین هم منصب شي جن پنګ په 2026 كښې په مجموعي توګه څلور ملاقاتونه کېدې شي د دوو سرکاري دورو نه علاوہ د فلوریډا په ډورال ښار كښې د جي 20 غونډې او د چین شینژن ښار كښې د اپیک (اے پي ای سي) غونډې په موقع هم ملاقاتونه متوقع دي۔











