دبئ ایئر شو 2025 كښې د 202 ارب ډالرو نه زياتې لوظ نامې وشوې، د تاریخ نوے ریکارډ

دبئۍ ۔ 25نومبر (اے پي پي) متحدہ عرب امارات كښې په دبئئ ایئر شو 2025 كښې د 202 ارب ډالرو نه په زياتو لوظ نامو نوے ریکارډ جوړ كړے شو ٬ كومې چې د كال 2023 په مقابل كښې يو په دوه زياتې دي۔ د امارات نیوز ایجنسۍ ’’وام‘‘ تر مخه دبئئ ائیر شو په نړيواله كچه شوې تر ټولو لويو ایوي ایشن ایونټس كښې يو دے چې پكښې د …

دبئۍ ۔ 25نومبر (اے پي پي) متحدہ عرب امارات كښې په دبئئ ایئر شو 2025 كښې د 202 ارب ډالرو نه په زياتو لوظ نامو نوے ریکارډ جوړ كړے شو ٬ كومې چې د كال 2023 په مقابل كښې يو په دوه زياتې دي۔ د امارات نیوز ایجنسۍ ’’وام‘‘ تر مخه دبئئ ائیر شو په نړيواله كچه شوې تر ټولو لويو ایوي ایشن ایونټس كښې يو دے چې پكښې د 2 لاکھ 48 زره نه زيات پوهانو، د صنعت پوهانو او سېلګرو ګدون وكړو ۔ایونټ كښې 1500 نه زيات نمائش كوونكو برخه واغسته چې پكښې 440 په وړومبي ځل ګدون وكړو ٬ دغسې د 115 هېوادونو 490 پوځي او سول پلاويو هم ګډون وكړو كوم چې د دې ایئر شو نړيوال اهمیت ظاهروي ۔ په څرګندو لوظ نامو كښې د ایمریټس ایئر لائن بوئنګ نه 65 اضافي 777-9 الوتكې او ایئربس نه اته A350-900 الوتكې د اغستو لوظنامه شامله ده د كومو مجموعي مالیت چې 41.4 ارب ډالر دے۔ بل پلو فلائي دبئی د بوئنګ سره د 75 بوئنګ 737 میکس الوتكو د اغستو په مفاهمتي یادداښت لاس ليك وكړو د كومو مالیت چې 13 ارب ډالر دے ۔ایونټ كښې دا ځل د تاریخ تر ټولو لويې اسپیس پویلین هم شامل ؤ كوم چې د یو اے ای اسپیس ایجنسۍ په همكارۍ سره جوړ شوے ؤ ۔