اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي نن مونږ د ګردې نړۍ د كروړونو په شمېر مېرمنو او انجونو سره د يووالي څرګندونه كوٶ كومې چې اوس هم هر ډول تشدد سره مخ دي، په مېرمنو تشدد نه يوازې په انفرادي كچه غلط دے بلكې د بشري حقونو خلاف ورزۍ سره سره د بشري وقار سنګين خلاف عمل او د ټولنې په پرمختګ …
په ميرمنو تشدد د بشري حقونو سنګينه خلاف ورزي٬ د بشري وقار خلاف عمل او د ټولنې په پرمختګ كښې لويې خنډ دے، د صدر مملکت آصف علي زرداري په ميرمنو د تشدد د خاتمې نړيوالې ورځ په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي نن مونږ د ګردې نړۍ د كروړونو په شمېر مېرمنو او انجونو سره د يووالي څرګندونه كوٶ كومې چې اوس هم هر ډول تشدد سره مخ دي، په مېرمنو تشدد نه يوازې په انفرادي كچه غلط دے بلكې د بشري حقونو خلاف ورزۍ سره سره د بشري وقار سنګين خلاف عمل او د ټولنې په پرمختګ كښې يو لويې خنډ هم دے، د پاکستان حکومت يو شمېر اقدامات كړي دي چې پكښې د كار په ځائے كښې د ځورونې نه د مېرمنو تحفظ (بدلون) ايکټ 2022، د تجاوز بالجبر مخ نيوي (تفتيش و ټرائل) ايکټ 2021 او د حقوق نفاذ ملکيت نسواں ايکټ 2020 شامل دي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت آصف علي زرداري دا خبره په مېرمنو د تشدد خاتمې نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې كړې۔ صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل مېرمنې او انجونه د تعليم، هنر او د معاشي خپلواكۍ د لارې بااختياره جوړول د تشدد ختمولو بنيادي شرط دے، مضبوطه قانوني ډھانچه ، اداره جاتي سهاره، د آګاهۍ وده او په كلتوري رويو كښې مثبت بدلون هم په دې سلسله كښې هم دومره مهم دي۔ ده ووئيل د سږني كال موضوع د “مېرمنو او انجونو په ضد د ډيجيټل تشدد خاتمې لپاره اتحاد” مونږ ته د وړاندې تګلارې، د ځپلو مېرمنو د معاونت او په نظام كښې په اصلاحات سرمايه کاري زياتولو له ترغيب وركول دي ۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل دا موضوع په ډيجيټل نړۍ كښې د مېرمنو او انجونو په ضد د زيات شوي تشدد په سمدستي توګه د مخ نيوي ضرورت رامخې ته كوي، دا كمپائن د حکومتونو، ټيکنالوجي کمپنو او هر كس د مسئلې خاتمې لپاره د فعاله كېدو پېغام وركوي، داسې ټولنې لپاره چرته چې مېرمنې د ېرې او خطر نه غېر ژوند وكړے شي۔ ده ووئېل حكومت يو شمېر اقدامات كړي چې پكښې د كار په ځاے كښې د ځورونې نه د مېرمنو تحفظ (بدلون) ايکټ 2022، د تجاوز بالجبر مخ نيوي(تفتيش و ټرائل) ايکټ 2021 او د نفاذ حقوق ملکيت نسواں ايکټ 2020 شامل دي۔ ده ووئيل راځۍ چې مونږ لوظ وكړٶ چې يو داسې سباٶن جوړ كړو چرته چې هر مېرمن او هره جينۍ د يرې او تشدد څخه آزاد ژوند وكړي او خپل ټول صلاحيتونه وكارولې شي٬ زه ھغه ټولو ځپلو٬ كاركنانو٬ د معاونت كوٶنكو ادارو او كسانو ته پېرزوئنې وړآندې كوم څوك چې د مېرمنو عزت، تحفظ او سلامتيا لپاره هڅې كوي۔ صدر مملکت ووئيل راځۍ چې په دې ورځ د خپل قامي عزم تجديد وكړو ٬ د خپلو ذمه وارو احساس كولو سره يو داسې ټولنه جوړولو پلو وړاندې لاړ شو چرته چې د مېرمنو حقونه محفوظ وي او په صنفي بنياد تشدد په يو ځاے كښې يا د يو كس د لاسه برداشت نه كړے شي ٬ لاس په دعا يو چې زمونږ د نن لوظ د راتلونكې كول يو بهتر سباٶن په صورت رامخې ته شي۔











