اسلام آباد۔24نومبر(اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د سعودي وسله والو ځواكونو چيف آف جنرل سټاف جنرل فياش بن حامد الرويلي د ګل په ورځ ملاقات كړے دے ٬ په ملاقات كښې وزيراعظم د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه اقتصادي٬دفاعي او سكيورټي پشمول ټولو څانګو كښې تاريخي د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو لپاره د پوخ عزم پخلے كړے ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان …
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د سعودي وسله والو ځواكونو چيف آف جنرل سټاف جنرل فياش بن حامد الرويلي ملاقات٬ټولو څانګو كښې تاريخي ورورولۍ اړيكې لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد۔24نومبر(اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د سعودي وسله والو ځواكونو چيف آف جنرل سټاف جنرل فياش بن حامد الرويلي د ګل په ورځ ملاقات كړے دے ٬ په ملاقات كښې وزيراعظم د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه اقتصادي٬دفاعي او سكيورټي پشمول ټولو څانګو كښې تاريخي د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو لپاره د پوخ عزم پخلے كړے ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير٬د دفاع وزير خواجه محمد آصف٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔خادم الحرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز السعود لپاره د نيكو هيلو خرګندونې كولو سره وزيراعظم د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه اقتصادي٬دفاعي او سكيورټي پشمول نورو ټولو څانګو كښې د تاريخي ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو لپاره د خپل پوخ عزم پخلے وكړو ۔وزيراعظم د جنرل الرويلي هركلے وكړو او د ورور هېواد سعودي عرب لخوا د پاكستان د هر وخت په غېر متزلزل ملاتړ او يو والي يې د سعودي ستائنه وكړه۔ده په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان او سعودي عرب ترمينحه اړيكې په شريك مذهب٬يو ډول اقدارو او شريك باور اډانه دي۔وزيراعظم د تېرو دوو مياشتو په مهال د رياض خپلې كاميابې دورې ذكر وكړو چې پكښې د ډلو ترمينځه تاريخي سټريټجك دفاعي لوظ نامه لاس ليك شوې۔وزيراعظم شريك تربيت٬مشقونو او د پوهې تبادلې پشمول دوه اړخيزه دفاعي مرسته لا ژورولو لپاره د پاكستان غېر متزلزل عزم پخلے وكړو۔وزيراعظم د هر ډول ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ مقابله كونكې او په منطقه كښې امن او استحكام ته ودې وركولو لپاره د دواړو هېوادونو شريك عزم هم رامخې ته كړو ۔جنرل الرويلي د سعودي مشرتابه لخوا وزيراعظم او پاكستاني اولس ته د مباركۍ پېغام ورسولو۔ده د پاكستان سره موجوده ښه دفاعي او تذويراتي شراكتداري تر نوې كچې رسولو لپاره د خپل هېواد د قوي خوښۍ پخلے وكړو۔











