د قومي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د اېف اے او پلاوي ملاقات، د پاکستان زرعي څانګې ته په پېښو مسئلو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د قومي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د ايف اے او (خوراك او زراعت تنظيم) پلاوي د ډائريکټر لينډ اينډ واټر ډويژن لفينګ لي په مشرۍ كښې ملاقات کړے دے ۔ ملاقات كښې د پاکستان زرعي څانګې ته په پېښو په مهمو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه چې پكښې د اوبو وسائل وركولو،د اوبو د معيار مسئلې او …

اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د قومي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د ايف اے او (خوراك او زراعت تنظيم) پلاوي د ډائريکټر لينډ اينډ واټر ډويژن لفينګ لي په مشرۍ كښې ملاقات کړے دے ۔ ملاقات كښې د پاکستان زرعي څانګې ته په پېښو په مهمو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه چې پكښې د اوبو وسائل وركولو،د اوبو د معيار مسئلې او د تخمونو په اړه ستونزي شامل دي۔د قومي غذائي تحفظ و تحقيق وزارت د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې وفاقي وزير رانا تنوير حسين د ملاقات په پېل هېواد كښې د اوبو په كچه كښې په كمي د تشويش څركندونه وكړه۔ده ووئيل د دې رجحان اثر د څښلو اوبو په وركولو او په آوبه خور پريوځي۔ وفاقي وزير د اوبو کمې په سمدستي توګه پوره كولو په حاجت زور راوړو كوم چې پاکستان زرعي پيداواريت نيغ په نيغه متاثره كوي۔ده ووئيل په لويه توګه تعميراتي منصوبو په زرخيز زرعي زمكه منفي اثرات مرتب کړې دي چې ورسره د هېواد غذائي پيداوار صلاحيت نور هم كميږي۔رانا تنوير حسين ايف اے او ته خواست وكړو چې پاکستان كښې د وريژو پيداوار زياتولو له مرسته وكړي كوم چې د هېواد يو مهم فصل دے۔ ده ايف اے او ته خواست وكړو چې زرعي څانګې بحالولو لپاره مهمي منصوبې پېل كړي او په خاص توګه د هغه چيلنجونو ترمخه كوم چې د موسمياتي بدلونونو په وجه زياتيږي۔ده ووئيل دا منصوبې د پاکستان غذائي تحفظ لپاره ضروري دي ځكه چې د هېواد د موسمياتي بدلونونو اثرات په وجه بېلو چيلنجونو سره مخ كيږي۔وفاقي وزير د پاکستان زرعي څانګي ډيجيټلائزيشن په اهميت زور راوړلو سره ووئيل دې سره به پيداواريت، کارکردګي او پائيداري ښه كړې شي۔د ملاقات په آخر كښې وفاقي وزير رانا تنوير حسين يو ځل بيا ووئيل اېف اے او بايد د سباؤن په مرسته كښې د پاکستان د قومي ادارو صلاحيتونو قوي كولو ته پام لرنه وكړي۔ده ووئيل سباؤن كښې د مرستي يو متوازن ماډل خپلولو ته اړتيا ده چرته چې قومي ادارې د مهمو منصوبو قيادت وكړي او ايف اے او تکنيکي مشورہ او معاونت وركړي۔ډلې دې خبرې ته سلاح شوې چې د مرستي يو متوازن ماډل د پاکستان او اېف اے او دواړو لپاره به ګټه ور وي او دا به د سباؤن منصوبې زياتي موثره، پائيدار او پاکستان قومي پرمختګ ترجيحات له مخې جوړولو له مرسته وكړي۔

مزید خبریں