مونږ له د قرآن و سنت تعليمات تر مخه خپل ژوند تېرول دي چې نړۍ ته د اسلام سمه څېره وښودلې شوو،سردار محمد يوسف

اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي مونږ له د قرآن و سنت تعليمات تر مخه خپل ژوند تېرول دي چې نړۍ ته د اسلام سمه څېره د ښودلو جوګه شوو ٬ دغسې چې مونږ له ژبې نه د عمل او كردار د لارې دعوت وركړے شو۔ د ګل په ورځ د حسن قرات نړيوالې مقابلې پرانستې غونډې ته خپلې وېنا …

اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي مونږ له د قرآن و سنت تعليمات تر مخه خپل ژوند تېرول دي چې نړۍ ته د اسلام سمه څېره د ښودلو جوګه شوو ٬ دغسې چې مونږ له ژبې نه د عمل او كردار د لارې دعوت وركړے شو۔ د ګل په ورځ د حسن قرات نړيوالې مقابلې پرانستې غونډې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل دا تاريخي او بابركته ورځ ده٬ د لوي څښتن په فضل و کرم پاکستان ته دا اعزاز ترلاسه شو چې مونږ دلته د حسن قرات نړيوالې مقابلې كوٶ۔ ده ووئيل د مسلم ليګ ن د پخواني وزيراعظم نواز شريف په امر چې كوم اصلاحات پېل شوې وٶ ٬ مونږ هڅه كوٶ چې په ھغه ډول بيا د مذهبي چارو وزارت روان كړو۔ ده ووئيل په اوسني دوره كښې مونږ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د علماء و مشائخ کونسل کنونشن كړے ٬ نظام صلوۃ او قرآن بورډ جوړولو لپاره مو كار پېل كړے۔ ده ووئيل قرآن حکيم د هدايت سرچشمه ده ٬ په دې لړ كښې دستوره كول د خوشحالۍ سبب ده۔ ده ووئيل د نړۍ د 40 هېوادنو څخه قراء په دې مقابله كښې برخه اخلي كومه چې مونږ لپاره د لوي سعادت خبره ده ٬ دې څخه به مونږ ته په دنيا او اخرت كښې كاميابي ترلاسه شي۔ ده ووئيل د قرآن ژبه عربي ده كومه چې مونږ ټولو له زده كول لازمي ده دغسې چې د قرآن به لوستلو او پوهې سره په دې عمل وكړے شو٬ هيله لرو چې د دې بابرکته محفل په سبب به په هېواد كښې د عربۍ تعليم رائج كولو له مرسته تر لاسه شي، په دې لړ كښې مونږ بېلو پوهنتونونو سره رابطې كړې دي،د عربي زده كړې او ښودنې په پروګرام وزارت كار كوي۔ ده ووئيل د دې دستورې په كولو د پاكستان د نوموړي قاري سيد صداقت علي هڅې د ستائنې وړ دي٬ دا مقابلې به د 24 نه تر 27 نومبر دوام لري٬ په 29 نومبر به د پائې دستوره كېږي۔ ده ووئيل الله پاك د قرآن حکيم د حفاظت ذمه خپله اخستې ده٬ خوش قستمه دي ھغه خلق چې په زړونو كښې يې قرآن پاك محفوظ دے ٬ قرآن حکيم په ورو ورو د لوستلو امر دے او داهم زمونږ د نجات ذريعه ده٬ په قرآن او حديث عمل كولو سره مونږ په دواړو جهانونو كښې كاميابېدے شوو۔ ده ووئيل مونږ قامي علماء مشائخ کونسل دې لپاره جوړ كړے چې مونږ دلته كوم اقدام كوٶ په ھغې كښې د علماء او مشائخ لارښودنه ترلاسه وي۔ ده ووئيل مونږ ګردې نړۍ ته د اسلام اصل څېره ښودل غواړو ٬ د الله پاك پړے په مضبوطيا سره اونيسئ ٬ دا حكم دے مونږ بايد په تفرقه اخته نشو٬ ټول انسانيت لپاره كار كول غواړو دا په ھغه صورت كښې ممكن ده كله چې مونږ پخپله په قرآن او سنت تعليمات عمل وكړو٬ دغسې چې مونږ د ژبې نه د عمل او كردار د لارې دعوت وركړے شوو ۔ ده ووئيل د سعودي عرب، مصر ،ترکيه ،ايران او يو اے اي په طرز مونږ پاکستان كښې هم نظام صلوۃ نافذ كول غواړٶ۔ ده ووئيل علم حاصلول په هر مسلمان نارينه او زنانه فرض دے ٬ په دې لړ كښې به د مذهبي چارو وزارت خپل كار روان ساتي۔

مزید خبریں