اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي اسلام مېرمنو سره د حسن سلوک او نرمۍ او دوي ته د بنيادي حقونو وركولو درس وركوي، په اسلام كښئ مېرمنو ته ډېر عزت او احترام وركړے شوے او په دي د تشدد او جبر سخت مخ نيوے شوے دے، يوه مهذبه او سپېځلې ټولنه جوړولو لپاره د مېرمنو په سماجي٬ اقتصادي او سياسي …
اسلام مېرمنو سره د حسن سلوک او نرمۍ او دوي ته د بنيادي حقونو وركولو درس وركوي۔ سردار اياز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي اسلام مېرمنو سره د حسن سلوک او نرمۍ او دوي ته د بنيادي حقونو وركولو درس وركوي، په اسلام كښئ مېرمنو ته ډېر عزت او احترام وركړے شوے او په دي د تشدد او جبر سخت مخ نيوے شوے دے، يوه مهذبه او سپېځلې ټولنه جوړولو لپاره د مېرمنو په سماجي٬ اقتصادي او سياسي توګه اختيار منې جوړول ضروري دي۔ د مېرمنو په ضد د تشدد خاتمې ورځ په موقع خپل پېغام كښې سپيكر ووئيل د هېواد ترقۍ او خوشحالۍ لپاره د مېرمنو په قامي چوكاټ كښې شاملول او په دوي د كېدونكي تشدد خاتمه ضروري ده۔ ده په رياستي ادارو، سول سوسائټۍ، کميونټيز او نورو شراكتدار زور راوړو چې دا مقصد ترلاسه كولو لپاره د ګډې هلې ځلې زياتې كړي۔











