د حکومت بنيادي مقصد د ځوانان د لوبو صلاحيت د قامي او نړيوال معيار سره سمول دي۔ د رانا مشهود احمد خان په يو اي ټي لاهور كښې دستورې ته وېنا

لاهور 24 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي د پاكستان په ځوانانو كښې د باكسنګ پشمول د هرې لوبې بلها صلاحيت شته٬ د حکومت بنيادي مقصد د ځوانانو د لوبو صلاحيت د قامي او نړيوال معيار سره سمول دي٬ دغسې چې د هېواد مثبت تشخص رامخې ته شي او ځوانانو ته د پرمختګ زياتې موقعې وركړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه …

لاهور 24 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي د پاكستان په ځوانانو كښې د باكسنګ پشمول د هرې لوبې بلها صلاحيت شته٬ د حکومت بنيادي مقصد د ځوانانو د لوبو صلاحيت د قامي او نړيوال معيار سره سمول دي٬ دغسې چې د هېواد مثبت تشخص رامخې ته شي او ځوانانو ته د پرمختګ زياتې موقعې وركړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ يونيورسټي آف انجينئرنګ اينډ ټيکنالوجي كښې د وزيراعظم باکسنګ ټيلنټ هنټ نيشنل ليګ پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دې موقع د پوهنتون وائس چانسلر ډاکټر شاهد منير د هر كلي خبرې وكړې٬ په دستوره كښې د بېلو ضلعو كوچز او لوبغاړو ګډون وكړو ۔ رانا مشهود احمد خاں ووئيل د وزيراعظم په امر د پېل كړے شوي ټيلنټ هنټ پروګرام محور ھغه ټول ځوانان دي كوم چې د محدود وسائلو او لږو سهولتونو باوجود د ښې کارکردګي وړاندې كولو صلاحيت لري۔ ده ووئيل د پاكستان په ځوانانو كښې د باكسنګ پشمول د هرې لوبې بلها صلاحيت شته ٬ د حکومت بنيادي مقصد د ځواناون د لوبو ټېلنټ د قامي او نړيوال معيار سره سمول دي۔

مزید خبریں