د كرپټ او بډي خور مودي په حكومت كښې هند كښې كرپشن يوه په دوه شو

اسلام آباد ۔ 24 نومبر (اے پي پي) د سفاك مودي او اډاني او امباني يو كېدو د هند اولس تباهۍ ته ورسولو۔ تفصيلات تر مخه د هند جريدے٬ دي وائر ٬٬ يو راپور كښې وئېلې دي مالي كرپشن ٬ اداره جاتي تباهۍ ٬ بد عنوانۍ ٬ مذهبي وېش ٬ سياسي انتقام ٬ بلډوزر كلچر او نفرت د هند پېژنګلي ګرځېدلې ده ٬ د مودي په حكومت كښې كرپشن پرله …

اسلام آباد ۔ 24 نومبر (اے پي پي) د سفاك مودي او اډاني او امباني يو كېدو د هند اولس تباهۍ ته ورسولو۔ تفصيلات تر مخه د هند جريدے٬ دي وائر ٬٬ يو راپور كښې وئېلې دي مالي كرپشن ٬ اداره جاتي تباهۍ ٬ بد عنوانۍ ٬ مذهبي وېش ٬ سياسي انتقام ٬ بلډوزر كلچر او نفرت د هند پېژنګلي ګرځېدلې ده ٬ د مودي په حكومت كښې كرپشن پرله پسې زياتېږي او څوك د پوښتنې نشته ٬ هند كښې كركه ٬ مذهبي تعصب او سماجي كرپشن د حكومت په مشرۍ كښې كېږي۔ د راپور تر مخه هند كښې معاشي ٬ سماجي ٬ مذهبي ٬ عدالتي ٬ انتخابي او ادارجاتي او ماحوليات پورې هره څانګه د كرپشن په ولقه كښې ده ۔ د روسيه نه د تېلو اغستو ګټه اولس ته نه بلكې امباني او اډاني غوندې سرمايه دارو ته رسي۔ دې وائر وئېلي دي په هنډن برګ راپور كښې د اډاڼې ګروپ د لويې دهوكې باجود SEBI هغه بچ كړو۔ واشنګټن پوسټ كښې انكشاف شوے چې د هند خزانې وزارت دة ايل آئي سي نزدې 4 اربه ډالره اډانې ګروپ كښې په لګولو مجبور كړو۔ د هند ميډيا په مكمل توګه د سركار د اثر لاندې ده او خاموشي تر هغې حد زياته شوې چې كرپشن معمول ګړځېدلے دے ۔ راپور كښې وئېلې شوي د هند سركاري ادارې ٬ قامي اثاثې او د زمكې په لږو پېسو شخصي ډلو ته سپارلې كېږي۔ د امباني او اډانې دولت د 2014 په مقابل كښې يو په څو زيات شوے او د هند هنګر انډېكس د 55 نه په پرېوتلو 102 ته راغلے دے٬ دغسې د شتمند او غريب فرق ډېر زيات شوے دے او د هېواد 10 فيصده خلق د هېواد په 80 فيصد دولت قابض دي۔

مزید خبریں