اسلام آباد۔24 نومبر(اے پی پی) پاكستان او چين 2025 - 2029 لپاره يو بشپړ جوائنټ ايكشن پلان جاري كړے دے په كوم كښې چې سياسي باور ، اقتصادی مرسته ٬ امنيتي همكاري او اولسي تړون ته د پراختيا وركولو تګلاره شامله ده۔ دا منصوبه به د دواړو هېوادونو ترمينځه ستراتيجيكي همكاري په يو نوي پړاؤ كښې داخله كړي۔ په بيجنګ كښې د شوي " درېم بېلټ اېنډ روډ انټېګرېټډ ډیولپمنټ …
پاكستان او چين 2025 – 2029 لپاره يو مكمل جوائنټ ايكشن پلان جاري كړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔24 نومبر(اے پی پی) پاكستان او چين 2025 – 2029 لپاره يو بشپړ جوائنټ ايكشن پلان جاري كړے دے په كوم كښې چې سياسي باور ، اقتصادی مرسته ٬ امنيتي همكاري او اولسي تړون ته د پراختيا وركولو تګلاره شامله ده۔ دا منصوبه به د دواړو هېوادونو ترمينځه ستراتيجيكي همكاري په يو نوي پړاؤ كښې داخله كړي۔ په بيجنګ كښې د شوي ” درېم بېلټ اېنډ روډ انټېګرېټډ ډیولپمنټ آف کلچر اېنډ ټېکنالوجی کنفرنس” په مهال مقررينو خطاب وكړو۔ د چائنا انټرنېشنل پرېس اېنډ کمیونیکېشن سېنټر میډیا فېلو اېم ضمیر اسدی خپل خطاب كښې ووئيل پاکستان او چین د يو بل يو ښه ګاونډيان ٬ ملګرې ٬ همكار او ورور هېوادونه ګرځولو سره د همه موسمي ستراتيجيكي همكارۍ عزم لا مضبوطولو عزم وكړو ۔ اسدي ووئيل چين ښكاره دريځ خپل كړے چې پاكستان د دوي د خارجه پالېسۍ مهمه ستن ده او د بیجنګ د اوږد مهاله اسټرېټجک وژن كښې مهم حېثيت لري۔ ده ووئيل سی پېک د بېلټ اېنډ روډ مرستې فلېګ شپ منصوبه ده او د دې 5 راهداريانې به د پاکستان “اُړان پروګرام” او 5Es تګلارې سره هم سمولې شي په كومو كښې چې برآمدات ٬ ډیجیټل پاکستان، موسمیاتی لچک، توان او انفراسټرکچر شامل دي۔ اسدي ووئيل لويو انفراسټركچر منصوبو سره سره به كوچنۍ منصوبې هم پېل كولې شي كومې به چې په اولسي كچه سروسز، روزګار او سماجي پرمختګ كښې كردار ترسره كړي۔ دواړو هېوادونو په دې خبره هم اتفاق وكړو چې د سی پېک منصوبو تحفظ او په منطقه كښې اسټرېټجک توازن په ځاې ساتلو له به د اعلی كچ امنيتي همكاري فعاله كولې شي۔ ده ووئيل د 2025 – 2029 ټګلارې پېل سره پالېسي جوړونكي او څېړنكار هيله لري چې دا جوائنټ اېكشن پلان به دوه اړخيزه اړيكو ته نوے توان وركړي ٬ دا به د اقتصادي فرصتونو نوے باب پرانيزي ٬ سيمه ايز تړون ته به پراختيا وركړي او پاكستان او چين به د ګډ باور او سوكالۍ په يو نوي دور كښې داخل كړي











